د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې پارلمان په سوریه او عراق کې د دغه هېواد د پوځي ماموریت د یو کلن تمدید ملاتړ وکړ.

د ترکیې د پارلمان د حاکم او مخالف ګوند غړیو په سوریه او عراق کې د ترکي پوځیانو د ماموریت دغه تمدید ته تېره ورځ مثبته رایه ورکړه.

ترکي پوځیان د سوري مخالفینو تر څنګ د اسلامي دولت یا داعش ډلو په له منځه وړلو تمرکز لري او تر څنګ یې کردي ملېشه هم په نښه کوي چې د امریکا ملاتړ له ځانه سره لري.

د ترکیې پوځیان همداراز د کردستان د کارګر ګوند یا پې کې کې غړي د عراق په شمال کې په خپلو پوځي عملیاتو کې تر حملې لاندې نیسي.

XS
SM
MD
LG