د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

بريتانيا له افغانستان سره ٧۵٠ میلیون پاونډه مرسته کوي


له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې انډپنډنټ په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستان سره د بريتانيا د ٧۵٠ میليونو پاونډو مالي مرستې پر موضوع ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي دغه ٧۵٠ میليونه پاونډه چې نژدې يو میليارد امريکايي ډالره کېږي له ٢٠١٧ څخه تر ٢٠٢٠ میلادي کاله پورې به د افغانستان د ثبات او د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ژوند د ښه کېدو پر چارو ولګول شي.

د انډپنډنټ په حواله، دغه مالي مرسته به خلکو ته د صحي خدماتو پر رسولو او تعليمي سکټور هم ولګول شي.

د دې ليکنې په يوه برخه کې چې د بريتانيا د نړيوالې پرمختيا وزيرې پريټي پاټيل ليکلې، راغلي، له افغانستان سره په دې مالي مرسته، موږ د بريتانيا له خونديتوب سره همکاري کوو او په دې توګه به مو په افغانستان کې د خپلو زړورو پوځيانو له قربانيو سره انصاف کړى وي.

د اڼدپنډنټ په ليکنه کې راغلي بريتانيا شاوخوا يوه لسيزه په افغانستان کې پوځي حضور درلود چې هلته يې د امن له ټينګښت سره همکاري وکړه او پرې يې نه ښود چې افغانستان بيا د تروريستانو د فعاليت په مرکز بدل شي او له هغه ځايه د بريتانيا لارو کوڅو ته ګواښ پېښ کړي.

د بريتانيا د دې وزيرې د ليکنې په دوام راغلي، زموږ په دې مالي ملاتړ سره به د کډوالۍ نړيوال بحران ته هم رسېدګي وشي.

افغانان هم د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو په ډله کې شامل دي چې ځانونه يې اروپا ته رسولي، د اټکل له مخې يونان ته په وررسېدلو پناه غوښتونکو کې نژدې يو پر څلورمه برخه يې افغانان دي.

د انډپنډنټ د ليکنې په باور د بريتانيا په دې يو میليارد ډالري مرستې سره به په افغانستان کې ګڼو کسانو ته د کار او په دغه هېواد کې د اقتصادي فرصتونو زمينه برابره شي، په دې توګه به خلک مجبوره نه وي چې په خطرناکو لارو ځانونه اروپا ته ورسوي.

انډيان اکسپرس:

انډيان اکسپرس هندۍ ورځپاڼې بيا د نوي ډيلي لپاره د افغانستان د سفير پر تازه څرګندونو ليکنه خپره کړې ده.

شيدا محمد ابدالي د هند له خوا د پاکستان پولې ته څېرمه د هوايي بمباريو ستاينه کړې او د نوي ډيلي د دې اقدام ملاتړ يې کړى دى.

څو ورځې مخکې د هند صدراعظم نريندرا مودي وويل هغه کسان چې هندي پوځيان يې وژلي، بې سزا به پاتې نه شي.

د سپټمبر پر اتلسمه د هند تر ولکې لاندېکشمير کې د هند پر يوه قرارګاه په حمله کې ١٨ هندي سرتېري وژل شوي وو.

انډيان اکسپرس ورځپاڼې د ښاغلي ابدالي دا وينا هم رااخيستې چې ويلي يې دي، د هند له خوا د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې دغه حملې د ځان د دفاع لپاره شوي دي.

شيدا محمد ابدالي زياته کړې، اوس د دې وخت راغلى چې د تروريستانو په وړاندې کوټلي اقدامات وشي.

په وروستيو کې د هند او پاکستان په سرحدي سيمو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زيات شوى چې د دواړو هېوادونو پوځيان يې پر يوه او بل څو وارې وسله والو حملو ته هم مجبوره کړي دي.

XS
SM
MD
LG