د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ولسي جرګې د درېیو وزارتونو چارواکي استجواب کړل


د افغانستان ولسي جرګې د کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا او د پوهنې وزارتونو لوړ پوړي چارواکي استجواب کړي وو.

سره له دې چې په افغانستان کې بېکاري له یوې ورځې نه بلې ته زیاتېږي او نن سبا حکومت او خلکو ته په یوې لويې ستونزې بدله شوې، افغان چارواکي وايي، اوس هم د حکومت په ټولو ارګانونو کې په لسګونه زره بستونه خالي دي.

ولسي جرګې د همدغو خالي بستونو په اړه د شنبې په ورځ، د کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا او د پوهنې وزارتونو لوړ پوړي چارواکي استجواب کړي وو.

د جرګې غړیو ویل، په دې وزارتونو کې د نورو وزارتونو په نسبت د تشو بستونو شمېره زیاته ده چې چارواکي یې د نه ډکولو په تړاو باید ځواب ووايي.

د جرګې غړي عبیدالله رامین وویل:

د ولسي جرګې غړی عبیدالله رامین
د ولسي جرګې غړی عبیدالله رامین

"دغه جنابان چې راغلي د ۲۵۰۰۰ خالي بستونو په اړه دې ځواب ووايي چې ډک شوي او که نه؟"

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکي د ملکي خدماتو او اداري اصلاحات خپلواک کمېسیون اعلان کړی و چې په ټولو دولتي ادارو کې د تشو بستونو شمېر څه باندې دېرشو زروته رسېږي.

تر دې اعلان وروسته جمهور رئيس حکم وکړ چې دولتي ادارې دې د دغو بستونو ډکولو ته هڅې تېزي کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل وویل، په خپل وزارت کې يې د وړ کسانو د استخدام لړۍ تېزه کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل
د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل

نوموړې زیاته کړه:

"مقررۍ شوي دي، د کار او ټولینزو چارو په وزارت کې اوسمهال ۱۱۶ خالي بستونه لرو، دا هم تر پروسس لاندې دي او هیله ده چې داهم په لږه موده کې بشپړشي."

پخوا تر دې د نورو وزارتونو تر څنګ د پوهنې په وزارت کې هم د ګڼو خالي بستونو یادونه شوې وه، خو د یاد وزارت مرستیال سید حمیدالله ولسي جرګې ته وویل، په وروستیو درې میاشتو کې دوی توانېدلي چې اکثره تش بستونه ډک کړي.

هغه زیاته کړه:

"په مجموعې توګه د ۱۲۸۹۹ تشو بستونو څخه د ۹۰۲۷ بستونو د استخدام پروسه بشپړه شوې ده، اوسمهال څه باندې ۳۰۰۰ تش بستونه لرو چې دا به په لږه موده کې ډک شي."

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال احمد جان نعیم وویل، په مجموع کې په مرکز او ولایتونو کې د دې وزارت د تشو بستونو شمېر ۲۱۱۸ و چې اوسمهال ۱۰۳۷ ته ټیټ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم
د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې اوسمهال په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر څه باندې دوه میلیونو ته رسېږي او هرکال پر دوی د دولسمو ټولګیو د هغو فارغانو شمېر هم ورزیاتېږي چې پوهنتونونو ته لاره نه مومي.

خو د یادو وزارتونو مسؤلین وايي، په ځینو حالاتو کې استخدامیدونکي ناامنو سیمو ته له ورتللو ډډه کوي او په ځینو حالاتو کې وړ کسان نه موندل کېږي او که نه نو، تش بستونه به ډېر ژر ډک شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG