د لاسرسي لېنکونه

د سوریې د حلب په شمال کې جنګي الوتکې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو باندې بمبارۍ ته دوام ورکوي.

بل خوا د سوریې پوځ ددې لویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د حلب ښار پر زړې برخې د توغندیو ډزې کوي.

یاغیانو او څارونکو ډولو د شنبې په ورځ وویل، هوايي ګوزارونه د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې د اکمالاتو د مهمې لارې په شا او خوا متمرکز دي او جګړې د سلیمان الحلبي په شاو او خوا کې چې د حلب د زاړه ښار شمال کې په لومړۍ کرښه کې پرته سیمه ده روانې دي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ډلې چې جګړه څارې د سوریې د ځواکونو له خوا د درنې بمبارۍ او د سلیمان الحلبي په سیمه کې د جګړې راپور ورکړی دی.

په ښار کې ژغورونکو ډلو د جمعې په ورځ ویلي وو د یاغیانو تر ولکې لاندې د استوګنې پر سیمو بمباریو چې په کې اور خپرونکې بمونه کارول شوي لږ تر لږه دیرش کسان وژلي.

د سوریې پوځ او متحدینو یې د روسیې په ملاتړ په حلب کې لس ورځې وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.

دوی وايي، د دې عملیاتو هدف یې د حلب د ښار د ختیځو ناحیو نیول دي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي او تر دوه سوه پنځوس زرو زیات کسان په کې بند پاتې دي.

XS
SM
MD
LG