د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

لویه څارنوالي: د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې قضیې جدي څېړل کېږي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدو لپاره یې یو ځانګړی معاونیت جوړ او فعال کړی دی.

یاد مسؤلین وايي، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی او افغان حکومت هیله من دی چې له دې ځانګړي پاملرنې سره به دا قضیې راکمې کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو او د ماشومانو د حقوقو د ټینګښت لپاره د جمهور رئیس غني په منظوري یوه ځانګړی معاونیت جوړ شوی چې اړونده قضیو ته رسېدنه وکړي.

ښاغلی رسولي وايي چې دا اداره به د ښځو د تاوتریخوالي اړوند قضیې په چټکۍ سره مخته وړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

هغه زیاته کړه:

"د دې معاونیت له جوړېدو سره د ښځو تشکیل یوه اندازه ډېر شوی او موږ کولای شو چې په خوندي او ځانګړي توګه داسې چې جدیت، سرعت او دقت ولري د ښځو د تاوتریخوالي قضیو ته ورسېږو، موږ هڅه کوو چې په ټولنه کې دغه پدیده راکمه کړو."

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ويلي چې په افغانستان کې محکمو ته د ښځو نه لاس رسی، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اړوند قضیو ځنډېدل او د ښځو په وړاندې د زور زیاتي د منعې قانون نه پلي کیدل د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو عمده لاملونه دي.

رفیع الله بېدار
رفیع الله بېدار

د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار وايي، په هېواد کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او دې کمېسیون یوازې په تېرو اتو میاشتو کې له دوه نیم زرو څخه ډېرې قضیې ثبت کړي دي.

خو له دې ټولو سره افغان مېرمنې د دوی اړوند شکایتونو ته د رسېدو د ځانګړي ادارې جوړول یو نیک ګام بولي.

د افغان ښځو شبکې مشرې حسینا صافۍ ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو د تاوتریخوالي اړوند قضیې باید د اوږدمهاله عدالت غوښتنې پر بنسټ مخته ولاړې شي:

"زه فکر کوم د دې اقدام په خاطر د ښځو د حقونو ټول فعالان خوشحاله شوي دي، ولې که د دوی د تحلیلونو او اغېزناکه لاسته راوړنو په اساس چې تل یې د عدالت غوښتنې پر بنسټ کړي پر مخ ولاړ شي."

د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې د دې تر څنګ له تاوتریخوالي وړاندې د ممکنه ستونزو څخه د خبرولو په برخه کې د دیني عالمانو، عامو خلکو او مدني فعالانو رول هم مهم دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG