د لاسرسي لېنکونه

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د تړون لاسلیک او د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د بې پېلوټه امریکايي الوتکې په بمبار کې د ملکیانو وژنه د ډېرو لویدیځو رسنیو د بحث وړ موضوع ده.

واشنګټن:

واشنګتن پوسټ په خپله وروستۍ ګڼه کې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سولې د تړون د لاسلیک غونډې ته په اشارې ویلي چې په دې غونډه کې یوه خبره معلومه شوه خو بله لا هم نه ده ځواب شوې.

د مقالې د لیکونکي په باور دا معلومه نه شوه چې حکمتیار به بلاخره څه وخت کابل ته داخلېږي او څه وخت به یې نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د امریکا له تور لیسټه وایستل شي.

په مقاله کې راغلي چې ځواب شوې خبره دا ده چې خلکو د حکمتیار د نیت په اړه ډاډ نه درلود چې ایا په رښتیا به د سولې تړون لاسلیک او ترې ملاتړ وکړي که څنګه؟.

د ورځپاڼې په باور اوس چې ټولو په خپلو سترګو ولېدل چې حکمتیار تړون لاسلیکوي نو کومه پوښتنه نه ده پاتې.

واشنګتن پوسټ په یوه بل مطلب کې د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په بمبار کې د ملکیانو وژنه یاده کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې ملګرو ملتونو سازمان په دې اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې او یوناما هم په افغانستان کې د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کړی چې د نړیوالو بشري حقونو په وړاندې خپل مسوولیتونه په ځای کړي.

نیویارک ټامیز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې په اچین کې د بمبارۍ په نتیجه کې د وژل شویو ملکیانو د شمېر روښانول د دې لپاره ستونزمن دی چې دې لرې پرتې سیمې ته د خبریالانو ورتګ اسانه کار نه دی.

ورځپاڼه لیکي چې د تعجب خبره دا ده چې د دې بمبارۍ په اړه افغان او امریکايي چارواکي او ملګري ملتونه بېلابېل نظریات وړاندې کوي.
د ورځپاڼې په خبره افغان چارواکي وایي چې په دې حمله کې وژل شوي کسان د داعش جنګیالي دي، ملګري ملتونه په دې حمله کې د ملکیانو د وژنې په اړه خبرې کوي او امریکا بیا ویلي چې په اړه به څېړنې وکړي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي چې د حملې هدف داعش و خو ځینې ملکیان هم پکې وژل شوي دي.

ګارډین:

د بریټانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې بیا د پېښې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې دا حمله د یوه کس په کور شوې چې تازه له حج څخه راستون شوی و او خلک یې د لیدلو لپاره ورتلل.

ورځپاڼې د ولسي جرګې د یوه غړي خبرې یادې کړي چې که دا سړی د داعش غړی و ولې ورته د حج د ورتلو اجازه ورکړل شوه او ولې په عربستان کې ونه نیول شو.

ګارډین دې خبرې ته هم اشاره کړې چې د افغانستان دفاع وزارت غواړي په دې اړه تحقیق کوي او ملګري ملتونه بیا په یوه بې پرې تحقیق ټینګار کوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG