د لاسرسي لېنکونه

راپورونه وايي، د هرات ولایت د اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو ترمنځ سیمه کې جګړه او نښتې دوام لري.

د هرات د والي ویاند د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په دې جګړه کې شپږو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي او حکومتي لورې ته یو پولیس ټپي شوی دی.

جیلاني فرهاد وویل جګړه که څه هم کمه شوې خو لا هم دوام لري او دوی به د دقیقو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره په ډاګه کړي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"نښتې کمې شوې دي، طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دا مهال د جګړې شدت راکم شوی دی."

نوموړي همدارنګه هغه راپورونه هم رد کړل چې ګوندې په جګړه کې د اوبه ولسوالۍ د امنیې قوماندان موټر په راکټ لګېدلی.

XS
SM
MD
LG