د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ټیمونو تر منځ د یو ورځنۍ لوبو د سلسلې نهايي لوبه نن ترسره کېږي.

د افغانستان ټیم تر دې مخکې له بنګله دېش سره له دوو لوبو څخه یوه ګټلې او یوه یې هم بایللې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي هیله څرګندوي چې افغانستان به د هغو تجربو په کارولو چې په تېرو دوو لوبو کې یې ترلاسه کړې د نننۍ او ددې سیالۍ د وروستۍ لوبې ګټونکی شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل چې د بنګله دیش د لوبې ډګر د هغو بالرانو لپاره چې ورو توپ اچوي ډېر برابر دی.

ښاغلي فضلي وویل چې ددې لوبې لپاره په افغان ټیم کې هم یو څه بدلونونه راغلي چې تمه ده، ښې نتجې به ورکړي.

د افغانستان کرکټ ټیم به د بنګله دېش سره ددې وروستۍ یو ورځنۍ لوبې له ترسره کولو وروسته د سې شنبې په ورځ کابل ته ستون شي.

XS
SM
MD
LG