د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

روسیې امریکا سوریه کې د یوې سخت دريځې ډلې په ملاتړ تورنه کړه


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر امریکا تور پوري کړی چې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو لپاره د یوې سخت دریځې اسلامي ډلې ملاتړ کوي.

سرګي لاوروف وايي، واشینګټن هوډ څرګند کړی و چې په سوریه کې به د اپوزیسیون یو شمېر جنګیالي د القاعده شبکې سره د پخوانۍ تړلې ډلې چې مخکې یې نوم جبهه النصره و څخه بېل کړي، خو هغه تور ولګاوه چې امریکايي چارواکي ددې کار په ترسره کولو پاتې راغلي.

د روسیې د بهرنیو چارو زویر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو زویر سرګي لاوروف

سرګي لاوروف زیاته کړه:

" که چېرې امریکایان ددې پرخلاف شواهد وړاندې نه کړي، نو یا خو به دوی هم د النصره جبهې له خوا په شا کړی شي او یا خو دوی په تکتیکي توګه ددې ترهګرې ډلې ملاتړ کوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، روسیه پر دې خبرې د باور لپاره ډېر دلایل لري چې له پیل څخه د النصره جبهې د پراخولو پلان وو او ددې لپاره چې دوی د یو دویم پلان په توګه وساتل شي څو د رژیم په بدلون کې ترې کار واخیستل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بي بي سي ته په دې مرکه کې ویلي چې نوموړی به د ډېر ژر یو وار بیا په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره خبرې وکړي.

لاوروف ویلي چې ډېر ژره به په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړي.
لاوروف ویلي چې ډېر ژره به په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل، هغه پېښو ته په پام چې په سوریه کې روانې دي، دا ډېره سخته ده چې په دې هېواد کې پر ډیپلوماټیکې پروسې باور وشي او دوام ورکړل شي.

په عین حال کې روسي خبري رسنیو د لاوروف له خولې ویلي، په سوریه کې هغه اوربند چې مسکو ورسره موافقه کړې وه تر اوسه هم کار ورکوي.

نوموړي همدارنګه وویل چې روسیه په سوریه کې هغه وسلې نه کاروي چې بندیز پرې لګېدلی دی او د هغو ادعاوو په اړه یې د شواهدو غوښتنه وکړه چې وايي روسیې په حلب کې د استوګنې سیمې بمبار کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي وو واشینګټن په سوریه کې د سپټمبر په ۱۹ نېټه د اوربند د ماتېدو له کبله د روسیې سره په سوریه کې د همکارۍ په اړه د روانو خبرو د ځنډولو په درشل کې دی.

له دې ورځې راهیسې د روسیې او د سوریې د حکومت جنګي الوتکو په حلب کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو باندې درنې بمبارۍ کړي دي.

XS
SM
MD
LG