د لاسرسي لېنکونه

د امریکا ولسمشر او د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل د سوریې په حلب ښار کې د روسیې او سوریې د حکومت بمبارۍ له وحشته ډکې بللي.

سپینه ماڼۍ وايي، اوباما او مېرکل په ټیلیفوني خبرو کې یادونه وکړه چې په دې ښار کې سلګونه زره ملکي وګړي اوسي چې نیمايي یې ماشومان دي.

اوباما او مېرکل موافقه وکړه چې روسیه په سوریه کې د جګړو په ختمولو کې خاص مسؤلیت لري او باید د کلابند شوي حلب ښار هغو سیمو ته چې رسېدل ګران دي، د بشري مرستو د رسولو لپاره د امکاناتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په سوریه کې له روسیې سره د همکاریو د بندولو خبر ورکړی.

کري په دې اړه وايي:

"فکر کوم موږ له روسیې سره د سوریې په اړه د بحثونو د ځنډولو په درشل کې یو. ځکه په سوریه کې روانو حالاتو ته په پام سره د هڅو جدي نیول غیر منطقي ښکاري."

د کري څرګندونو ته په ځواب کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا له‎خوا له روسیې سره له همکاریو ډډه کول به د تروریستانو لپاره یوه ډالۍ وي.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې په دې هېواد کې د روسیې په بمباریو کې ۹۳۶۴ کسان وژل شوي دي.

دې ټولنې چې مرکز یې په لندن کې دی نن وویل، د روسیې په بمباریو کې د بشارالاسد د رژیم پر وسله‎والو مخالفینو سربېره ۳۸۰۴ ملکي وګړي چې ۹۰۴ یې ماشومان دي، وژل شوي دي.

دا په‎داسې حال کې ده چې پرون سهار د حلب ښار په ختیځه برخه کې پر دوو لویو روغتونونو هوايي بمباري وشوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون دا حمله یو جنګي جنایت وباله.

XS
SM
MD
LG