د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

سیاف: د ترورېستانو په ردیف کې د مجاهدینو کتارول خیانت دی


د سولې عالي شورا د پخواني رئیس برهان الدین رباني د وژل کېدو د پنځم تلین غونډه دا ځل هم سیاسي رنګ واخېست او د ویناوالو خبرې تر ډيره د هېواد روانو ستونزو او د سولې په مسئلې راڅرخېدې.

پخواني جهادي مشر او د حراست او ثبات شورا غړي عبدالرب رسول سیاف د جمعې په ورځ غونډې ته په وینا کې په یو شمېر هغو کسانو تُند انتقادونه وکړل چې مجاهدین له طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره په یو کتار کې حسابوي.

ښاغلي سیاف سره له دې چې په‎دې برخه کې د مشخصو کسانو نومونه وانه‎خېستل خو له حکومته یې وغوښتل چې د دغه ډول کړیو مخه ونیول شي.

عبدالرب رسول سیاف په یو شمېر هغو کسانو انتقاده وکړ چې مجاهدین له وسله‎والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره په یو کتار کې حسابوي.
عبدالرب رسول سیاف په یو شمېر هغو کسانو انتقاده وکړ چې مجاهدین له وسله‎والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره په یو کتار کې حسابوي.

ښاغلي سیاف زیاته کړه:

"یو شمېر کسان مجاهد له طالب او ترورېست سره په یو کتار کې راولي او ټول د هېواد ویجاړوونکي په توګه یادوي، دا خیانت دی چې مجاهد دې د دغو تروریستي ډلو سره په یو ردیف کې کتار کړو او بیا ووایو چې دا ټول د افغانستان ویجاړونکي وو، زه حکومت نه دا غوښتنه لرم چې هر چاته اجازه ورنه‎کړي چې زموږ کلتور فرهنګ ته ضربه ورسوي."

دې سره هم‎مهاله د افغانستان د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم په‎دې غونډه کې د مجاهدینو د تېرو کړنو په اړه څرګندونې درلودې او وېې ویل چې ممکن له مجاهدینو هم ډېرې تېروتنې شوې وي.

کابل کې د سولې عالي شورا د پخواني رئیس برهان الدین رباني د وژل کېدلو پنځم تلین ولمانځل شو.
کابل کې د سولې عالي شورا د پخواني رئیس برهان الدین رباني د وژل کېدلو پنځم تلین ولمانځل شو.

له بلې‎خوا په‎دې غونډه کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پیغام هم د نوموړي د ویاند له‎خوا ولوستل شو چې په یوه برخه کې ویل شوي و چې کورنۍ جګړه تېروتنه وه او په وینا یې چې د دغو جګړو دوام لویه ګناه ده.

خلک او ان سیاسي څېړونکي وایي چې په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته یو شمېر جهادي مشرانو د واک د ترلاسه کولو پر سر په کابل کې سخت جنګونه وکړل.

همدارنګه په کابل کې د مجاهدینو ترمنځ د خپل‎منځیو جګړو په ترڅ کې کابل په کنډوالو بدل شو او لسګونه زره ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.

له بلې‎خوا د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم مجاهدین په کورنیو جنګونو او د هېواد په ورانیو کې ښکیل ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل
د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"په دې کې شک نشته چې د مجاهدینو په دوران کې په کورنیو جګړو کې دغه خلک په مرګونو او ورانیو کې ښکیل وو، ځیني داسې ډلې وې چې هغوی له‎دې صحنې وتلې وې، خو ډيری ډلې چې اوس په‎دې حکومت کې شتون لري یا له حکومته بهر دي ډيری د کابل په ورانولو او د خلکو په وژلو کې ښکیل ډلې وي."

نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې د کورنیو جګړو عاملینو په اړه باید بې طرفان څېړنې وشي دوی معلوم او محاکمو ته معرفي شي څو د خپلو جرمونو ځواب ووایي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG