د لاسرسي لېنکونه

نن به د اسرائیل پخوانی ولسمشر شیمون پرز خاورو ته وسپارل شي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د بریتانېي شهزاده چارلس او د یو شمېر نورو هېوادونو رهبران نن د اسرائیل د پخواني ولسمشر او د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي شیمون پرز د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې برخه اخلي.

امنیتي ځواکونو نن په بیت المقدس کې د اسرائیلو په ملي هدیره "مونټ هرزل" کې شدید تدابیر نیولي، لارې بندې شوې او زرګونو اضافي پوځي افسران د ښار د امنیت ټینګولو لپاره ګومارل شوي دي.

داسې ګڼل کېږي چې د نړۍ د لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو استازي د اسرائیل د دولت د بنسټ ایښوودونکي، شیمون پرز مړي ته د درناوي لپاره ورشي.

شیمون پرز د چهارشنبې په ورځ د دماغي سکتې له امله د ۹۳ کلونو مړ شو .

د هغه مړی د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل د پارلمان د ودانۍ مخې ته ایښې و.

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن هم په هغو کسانو کې و چې پرون د "پرز" د مړي د کتلو لپاره اسرائیل ته ورسېد.

پرز له معدودو اسرائیلي سیاستوالو څخه و چې د اسرائیل د دولت د جوړېدو په چارو کې یې لوی لاس درلود او له دې امله، هغه تهد اسرائیل د بنسټ ایښوودونکي او د اسرائیل د"پلار" خطاب کېږي.

هغه د دې لپاره چې له فلسطینیانو سره د سولې لپاره يې هڅې پيل کړې د نوبل د سولې جایزه وګټله.

یو شمېر هېوادونو رهبران نن د "پرز" تدفین مراسمو کې برخه اخلي

یو شمېر هېوادونو رهبران نن د "پرز" تدفین مراسمو کې برخه اخلي

د ډاکټرانو په وینا، د شیمون پرز په دماغ کې وینه بهېده او د اسرائیل په یوه روغتون کې تر جدي څارنې لاندېو او د چهارشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.

د هغه زوی په تل افیف کې د روغتون مخکې را غونډو شوو خبریالانو ته وویل:

"زه په ډېره خواشینۍ تاسو خبروم چې د اسرائیلو ګران پلار او د دې هېواد نهم ولسمشر، نن سهار له نړۍ سترګې پټې کړې. موږ احساس کوو چې د اسرائیل خلک او ټوله نړۍ په‎دې لوی غم کې راسره شریکه ده."

د شیمون پرز یوه همکار ویلي، د جنازې مراسم د هغه د خوښې او غوښتنې پر اساس تنظیم شوي او مړی یې هم د هغه په خوښه پې "مونټ هرزل" کې خاورو ته سپارل کېږي.

شیمون پرز په ۱۹۲۳ میلادي کال کې، د وژنیو په ښار کې چې هغه مهال د پولنډ د خاورې برخه وه او اوس په بېلاروس پورې تړلې سیمه ده، د شیمون پرسکي په نوم زیږیدلی و.د هغه پلار د کورونو دوهم لاس لوازم خرڅول.

هغه په ۱۹۳۴ میلادي کال کې له خپلې کورنۍ سره اسرائیل ته کډه شو.

پرز په خپل ژوند کې ۱۰ کتابونه لیکلي چې په زیاتو کې یې د "نوي منځني ختیځ" د جوړېدو په اړه خپل نظر څرګند کړی.

شیمون پرز په ټول منځني ختیځ کې د اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په مرسته د ثبات د ټینګېدو نظر درلود.

XS
SM
MD
LG