د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د حکمتیار د سولې غږ پر مخالفینو څه اغېز لرلای شي؟


په هغه ویډیويي وینا کې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل د افغان دولت د لوړ پوړو مشرانو په ګډون راټولو شوو خلکو ته وکړه، تر ډېره د سولې سره په تړلو مسئلو راڅرخېده او یوه لویه برخه یې د حکومت هغو مخالفو وسله‎والو ته متوجې وه چې تر اوسه یې له افغان حکومت سره د سولې خبرې کول رد کړې دي.

ښايي ډېر کلونه وروسته دا لومړی ځل وي چې ګلبدین حکمتیار دا چانس تر لاسه کوي چې په دومره ګڼ شمېر کې مهمو سیاسي شخصیتونو، حکومتي چارواکو او جهادي مشرانو ته د ویډیو له لارې وینا وکړي.

افغان کارپوهان وايي، نوموړي د افغان حکومت سره د سولې د موافقې د لاسلیک پر مهال د خبرو دا فرصت تر ډېره په افغانستان کې د مخالفو وسله‎والو ډلو او افغان حکومت تر منځ د سولې پر اړتیا او توجیح د ټینګار لپاره وکاروه.

نوموړي په افغانستان کې د جګړې دوام بې ګټې او د افغانانو په زیان وباله او پر طالبانو او د حکومت پر نورو مخالفو وسله‎والو یې ټینګار وکړ چې خپل اهداف د سولې له لارې تعقیب کړې او دده په شان د بین‎الافغاني مذاکراتو له لارې افغان حکومت سره سوله وکړي.

د ګلبدین حکمتیار په څېر د یو چا له قوله چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغان حکومت او د حکومت د بهرنیو ملاتړو په وړاندې د وسله‎والې جګړې یوه برخه وه، د سولې غږ په هغو مخالفو وسله‎والو کې څه اغېز لرلای شي چې لاهم پر سولې جګړې ته ترجیح ورکوي؟

د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودیر ساپي
د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودیر ساپي

دا پوښتنه ازادي راډیو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد پوهاند ودیر ساپي څخه وکړه.

نوموړې وايي، دا پر طالبانو د سولې تر ټولو مهم او ښايي وروستۍ غږ وي.

د ښاغلي ساپي په وینا پر دې سربېره هم دا دې پورې تړلې چې خپله له حکمتیار سره د سولې تړون څومره ښه پر مخ ځي.

ښاغلی ساپی زیاتوي:

"هغوی ” طالبان“ ښايي د حکمتیار غږ واورې او راشي د سولې لار ونیسي، نه د عبدالله او یا اشرف غني. نو هیله ورته ډېره شته. خو اول باید ولیدل شي چې د حکمتیار سره شوی تړون څومره او څه ډول دوام کوي او څنګه کار ورکوي."

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار هم هیله څرګنده کړه چې د سولې لاسلیک شوې موافقه پایداره او په افغانستان کې ښکېل لوري به پخوانۍ ترخو تجربو ته په پام، سیاسي اختلافات له مدنې لارو وپالي نه د جګړې له لارې.

د حزب اسلامي مشر له افغان ولسمشر اشرف غني وغوښتل چې د مخالفو وسله‎والو سره دې د سولې په هڅو تر مقابل لوري وړاندې شي او په دې برخه کې د خپلو خلوص ثابت کړي.

نوموړې په ځانګړې توګه د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د ډلې یادونه وکړه چې له ده سره د حکومت د سولې د موافقې هرکلی یې کړی.

ښاغلي حکمتیار په اوسني حکومت کې د اصلاحاتو غوښتنه هم تکرار کړه.

نوموړي وویل، داسې حکومت باید رامنځ ته شي چې ټولو ته د منلو وړ وي او دولتي ادارې باید دده په وینا له غلو او مفسدینو تصفیه شي.

ایا دا څرګندونې په دې معنی دي چې نوموړې یوازې له جګړې لاس اخلي خو له حکومت سره به یې اختلاف پر خپل ځای وي ؟

په دې اړه د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپی وايي، داسې ښکاري چې ګلبدین حکمتیار له خپلو هغو غوښتنو چې سولې ته زیان رسوي تېر شوی دی.

خو د ښاغلي ساپي په وینا له حکومت سره د نوموړې نور اختلافات مثبت او مرسته کولای شي:

"د اشرف غني له حکومت سره دا هم مرسته کوي چې دوی د فساد پر ضد مبارزه کې پاتې راغلي، نو فکر کوم که یو جدي جریان راشي او هغو ته هم د واک ځینې برخې وسپاري، نو هیله شته چې د ښې حکومتولی خواته یو بدلون راشي."

افغان څېړونکې په ګاونډیو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو هم د حزب اسلامي د مشر هغه غوښتنه د پاملرنې وړ بولي چې له دوی څخه یې هېواد ته د ستنېدو په اړه وکړه او له دولت یې وغوښتل چې د کډوالو لپاره دې د راستنېدو شرایط برابر کړي.

XS
SM
MD
LG