د لاسرسي لېنکونه

هندوستان د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې پر ترورېستي پوستو هدفي عملیات کړي دي.

هندوستان د پنجشنبې په ورځ وویل، پر مشکوکو سخت دريځو چې غوښتل يې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير څخه هندوستان ته ننوزي، هدفي عمليات کړي دي.

دا د هغې حملې په عکس العمل کې چې پر یوه هندي پوځي اډه شوې وه او دغه هېواد يې پړه پر پاکستان اچوي، د هندوستان لومړۍ مستقيمه نظامي حمله ده.

د هندوستان د پوځ له‎خوا د عملیاتو مشر په نوې ډلي کې خبريالانو ته وويل چې دغو حملو د پام وړ تلفات درلودل.

پاکستان ويلي چې داسې هېڅ هدفي عملیات نه‎دي شوي خو د هندي پوځيانو يوه حمله يې پر شا وتمبوله او د هندوستان سره پر پوله يې ځوابي ډزې وکړې.

دا عملیات له هغه وروسته شوي دي چې د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي خبرداری ورکړ چې پر يوه هندي پوځي اډه د سیپټمبر د اتلسمې د حملې مسئولينو ته به سزا ورکړي. په دغه حمله کې ۱۸ هندي سرتيري وژل شوي وو.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې تر دې حملو وروسته په اټمي وسلو سمبال هندوستان او پاکستان تر منځ د نظامي ترينګلتيا د زياتېدو احتمال دی چې په نتيجه کې يې د ۲۰۰۳ د کشمير د اوربند موافقه له منځه تلای شي.

د هندوستان د پوځي عملیاتو عمومي رئيس ډګر جنرال رنبير سينګ وايي، دا حملې د چهار شنبې په ورځ وشوې او پر ډېرو ځانګړو ځايونو چې په اړه يې کره معلومات وو، متمرکزې وې.

د ده په وينا دا معلومات د ځينو تروريستانو په اړه وو چې هلته ځای پرځای شوي وو او غوښتل يې هندوستان ته نفوذ وکړي او هلته تروريستي حملې وکړي.

سينګ ويلي چې ده خپل پاکستاني سيال ته حال ورکړی وو چې دغه عملیات به کوي.

خو د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف په يوه اعلاميه خپرولو سره ويلي چې هندوستان يوازې د خپلو خلکو او رسنیو د خوشالولو لپاره داسې کارونه کوي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف

ده ويلي چې که هندوستان دا کار تکرار کړي، پاکستان به يې د زور په کارولو ځواب ورکړي.

پاکستان ويلي چې په همالیه سیمه کې پر پوله دوه سرتيري د ډزو په تبادله کې وژل شوي او نهه نور یې ټپيان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د هندوستان د هوايي ځواک د یوه پخواني پوځي منموهن بهادر له خولې لیکلي:

"تر ټولو لوی پيغام دا دی چې که نورې تروريستي حملې وشي، تر پوله پوري غاړې به په عکس العمل کې عملیات کېږي."

دا خبرې په داسې حال کې دي چې د پاکستان قدرتمن لوی درستيز جنرال راحيل شريف په نیږدې راتلونکي کې تقاعد کېږي او صدراعظم نواز شريف به پرېکړه کوي چې د راحيل شريف ځای ناستی به څوک وي.

XS
SM
MD
LG