د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

اروپايي ټولنه: حزب اسلامي سره سوله پرمختګ ته ښه ګام دی


اروپايي ټولنه وايي چې د حزب اسلامي سره د سولې موافقه یو نوی پیل او د پرمختګ په لور ګام ده.

دا ټولنه وايي چې د حزب اسلامي سره د سولې موافقې ته رسېدل یو سخت قدم و خو دواړو لورو د لومړي ځل لپاره دا هڅې په حقیقت بدلې کړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل ملېبن د حزب اسلامي سره د سولې موافقې له لاسلیک وروسته ازادي راډيو ته وویل چې افغانانو د سولې لپاره سترې قربانی ورکړي او دې بریا وروسته د مبارکی وړ دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل ملېبن
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل ملېبن

ښاغلي ملېبن زیاته کړه:

"زه د دې هڅو د بریا مبارکي وایم، دا د افغانستان لپاره یوه ستره ورځ ده، دا د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د سولې لومړنی بریالی خبرې دي، دا د پرمختګ لپاره ښه ګام دی، نن موږ نوي پروسه پیل کړه چې د یوه شي پای نه دی او زه ډېره هیله لرم چې دا به بریا وي."

ښاغلی ملېبن وايي چې دا د پرمختګ لپاره یو ښه قدم دی او هر څوک یې د سولې هڅو په برخه کې حقیقت ته په رسېدو باوري کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د پنجشنبې په ورځ د سولې موافقه لاسلیک شوه او دواړو لورو وویل چې له لاسلیک سره سم دا موافقه د عملي کېدو وړ ده.

له پیچلو مذاکراتو وروسته حزب اسلامي سره هوکړه وشوه
له پیچلو مذاکراتو وروسته حزب اسلامي سره هوکړه وشوه

له دې لاسلیک وروسته به حکومت په حزب اسلامي د نړیوالو بندېزونو د ختمېدو او د سولې د تفاهم‎لیک د نورو مادو عملي کېدو هڅه کوي.

ګلبدین حکمتیار دا مهال د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دی.

دا اروپايي ټولنې د دې دریځ ور هاخوا افغان حکومت وايي چې د حزب اسلامي سره سولې ته د رسېدو په برخه کې د هیڅ خارجي فشار سره نه دی مخ شوی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سولې موافقې د لاسلیک په غونډه کې وویل، نړیوال له هرې هغې پروسې هرکلي کوي چې افغان حکومت ورسره نتیجي ته رسېږي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د حزب اسلامي سره د سولې په پروسه کې نړیوالې ټولنې هېڅ شرط نه دی ایښی او ویلي یې دي چې که افغان حکومت له هر لوري سره نتیجې ته رسېږي دوی به یې ملاتړ وکړي او کله هم د حکمتیار صاحب سره د سولې د خبرو پر مخ وړلو په برخه کې مخالفت نه وو موجود."

له دې وړاندې د حزب اسلامي سره د روغې جوړې له لومړي پړاو لاسلیک وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په شمول بېلابېلو ټولنو او ځینو هېوادونو هم د دې موافقې هر کلی کړی دی.

د سولې د پروسې یوه څارونکي جمیل ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل، د دې روغې جوړې څخه نړیوال ملاتړ ځکه هم مهم دی تر څو نورې ډلې هم له فشاره پرته د سولې په خبرو باوري کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG