د لاسرسي لېنکونه

روسیې د سوریې په اړه د امریکا وروستی بیان رد کړی او ژمنه یې کړې چې هوايي ځواک به یې د سوریې د دولتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند جان کربي پرون وویل، که روسیه سمدستي د حلب په شمال کې پوځي عملیات بند نه‎کړي، نو واشنګټن به له مسکو سره په سوریه کې همکاري بنده کړي.

کربي همدا راز وویل، روسیه هم په سوریه کې د جګړو په بندېد کې ګټې لري ځکه افراطي ډلې ښايي په سیمه کې له رامنځ ته شوې تشې څخه د روسيې پر اهدافو او ان د روسیې پر ښارونو د حملو د پلانولو لپاره کار واخلي.

د کریملین ویاند ډیمیتري پیسکوف نن د کربي خبرې بې معنی وبللې او ویې ویل په سوریه کې د ترورېزم پرضد جګړه دوام وکړي.

پیسکوف وویل، مسکو لا هم د سوریې د بحران د حل لپاره له امریکا سره همکارۍ ته لېوال دی.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف د کربي وینا څرګندونې احساساتي غبرګون وباله او ویې ویل چې روسیه دا څرګندونې د ترورېزم له ملاتړ سره انډول ګڼي. ریابکوف زیاته کړه چې د ۷ ورځني اوربند لپاره د امریکا پلان د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی ځکه د نوموړي په وینا دا کار به افراطي ډلو د خپلو لیکو د تنظیم موقع ورکړي.

XS
SM
MD
LG