د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

فعالان: بروکسل غونډې ته د خلکو هیلې په پام کې نیول شوي


د مدني ټولنې ځینې بنسټونه وايي، د بروکسل غونډې ته به له یو لړ هغو وړاندیزونو سره لاړ شي چې د خلکو غوښتنې په کې په پام کې نیول شوي دي.

ښه حکومتولي له اداري فساد سره مبارزه د بشري حقونو او په تېره د ښځو حقونه او د ماشومانو وضعیت ته پاملرنه، د مدني بنسټونو عمده غوښتنې دي چې د بروکسل غونډې ته به وړاندې شي.

د مدني بنسټونو یو شمېر فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د سولې او امنیت ټینګول، دوامداره پراختیا او د مدني فعالانو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول، د مدني بنسټونو نورې غوښتنې دي.

د افغان مېرمنو د شبکې یوه فعاله سمیرا حمیدي وايي، د بروکسل غونډې ته یې په خپلو وړاندیزونو کې د خلکو هیلې او غوښتنې په پام کې نیولي دي.

د افغان مېرمنو د شبکې یوه فعاله سمیرا حمیدي
د افغان مېرمنو د شبکې یوه فعاله سمیرا حمیدي

اغلې حميدي زیاته کړه:

"د خلکو په استازیتوب به د بروکسل په غونډه کې پر ښې حکومتولۍ د سولې په پروسې، سیمه ییز میکانېزم، د ترورېزم د ځپلو لپاره د نړۍ په ملاتړ او د کډوالو پر موضوع تاکید وکړم."

د مېرمن حمیدي په خبره، د بروکسل په غونډه کې به د مدني ټولنې ۱۰ غړي چې پنځه به یې فعالې ښځې وي، ګډون وکړي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو ویلي چې د بروکسل غونډه به د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي او کومې ژمنې چې حکومت یې په دغه غونډ ه کې کوي، په جدي توګه به وڅارل شي.

په دې اړه ځیني کارپوهان وايي ښځې به دغې غونډې ته د شخصي اړیکو په اساس معرفي شي او کومه رغنده برخه به په‎کې ونه لري.

کارپوهان وايي ښځې به دغې غونډې ته د شخصي اړیکو په اساس معرفي شي او کومه رغنده برخه به په‎کې ونه لري.
کارپوهان وايي ښځې به دغې غونډې ته د شخصي اړیکو په اساس معرفي شي او کومه رغنده برخه به په‎کې ونه لري.

کارپوهان دا هم وايي، دغو بنسټونو د څو کلونو راهیسې د نظام په ښه والي کې کومه ونډه نه ده لرلې او له نړۍ څخه یې د پیسو د ترلاسه کولو په مقصد په هېواد کې ستونزې هم پیدا کړي دي.

د دې کارپوهانو له ډلې بشیر بېژن په دې باور دی چې د بروکسل په غونډه کې به د ځینو ښځو ګډون نمایشي بڼه ولري او د پروژو لپاره به پیسې ترلاسه کړي.

ښاغلي بېژن زیاته کړه:

"په دولت کې دننه او د ځینو ځانګړیو بهرنیو کړیو ملاتړ به سبب شي چې څو تکراري څیري په‎کې معرفي شي حال دا چې دوی په ملي مسایلو کې د ستونزو حل لپاره، کوچنی لید هم نه لري. متاسفانه له دوی څخه د ګټو د ترلاسه کولو په مقصد استفاده کېږي."

بېژن په دې باور دی چې د بروکسل په غونډه کې به د ځینو ښځو ګډون نمایشي بڼه ولري
بېژن په دې باور دی چې د بروکسل په غونډه کې به د ځینو ښځو ګډون نمایشي بڼه ولري

ښاغلی بیژن وايي، د بروکسل غونډې ته باید داسې څېرې معرفي شي چې په رښتینې سره د افغانستان د مدني ټولنې استازیتوب وکړای شي.

دې وايي، که د دې مرستو لازمه څارنه ونه شي، ځینې فرصت طلبه مدني فعالان به د افغانستان پر وړاندې د نړۍ باور کم کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG