د لاسرسي لېنکونه

ولسمشربارک اوباما وايي، د امریکا کانګرس ښه نه کوي چې د سیپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو په تړاو د سعودي عربستان پر ضد د اقداماتو پر لایحې ټینګار کوي.

اوباما تېر ماښام سي ان ان ټلویزیوني چینل ته وویل، دا لایحه یو خطرناک اقدام دی ځکه نور هېوادونه به هم وهڅوي چې د امریکا د پوځي اقداماتو په نتیجه کې د رسېدلو زیانونو له کبله د امریکا پر ضد دعوه وکړي.

د امریکا د قوانینو له مخې یوه لایحه د کانګرس د دواړو خونو له درېیو د دوه برخې وکیلانو د مثبتې رایې په صورت کې د ولسمشر له ویټو سره- سره په قانون بدلیدای شي.

د ترورېزم د ملاتړ پر وړاندې د عدالت لایحه د سیپټمبر د ۱۱ مې د تروریستي حملو د قربانیانو کورنیو ته دا امکان برابروي چې د سعودي عربستان د حکومت د هغو چارواکو پرضد دعوه وکړي چې په دې حملو کې په لاس لرلو مشکوک دي.

د راپورونو له مخې د سعودي چارواکو ګواښ کړی دی چې که دا لایحه تصویب شي نو په متحدو ایالاتو کې د سعودي عربستان ټولې شتمنۍ به وپلوري.

د سيپټمبر د ۱۱مې د حملو له نولس ګډونوالو څخه پنځلس سعودي وګړي وو، خو سعودي حکومت په دې حملو کې چې نېږدې درې زره کسان یې ووژل لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG