د لاسرسي لېنکونه

روسیه وايي، د سوریې په اړه د امریکا وروستی بیان د ترورېزم له ملاتړ سره انډول دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي پرون وویل، که روسیه سمدستي د حلب په شمال کې پوځي عملیات بند نه‎کړي، نو واشنګټن به له مسکو سره په سوریه کې همکاري بنده کړي.

کربي همدا راز وویل، روسیه هم په سوریه کې د جګړو په بندیدیو کې ګټې لري ځکه افراطي ډلې ښايي په سیمه کې له رامنځته شوې تشې څخه د روسيې پر اهدافو او ان د روسیې پر ښارونو د حملو د پلانولو لپاره کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف د کربي وینا څرګندونې احساساتي غبرګون بللی.

ریابکوف وویل، مسکو په حلب ښار کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۲ ورځني اوربند وړاندیز کوي او زیاته یې کړه، د ۷ ورځني اوربند لپاره د امریکا مخکینی پلان د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG