د لاسرسي لېنکونه

بلغاریا په اروپايي اتحادیه کې خپله کمېشنره کريسټینا ګیورګیفا د ملګرو ملتونو د سرمنشي توب لپاره ونوموله.

بلغاریا تر دې وړاندې د یونسکو رئیسه اېرېنا بوکوفا د کاندیدولو وړاندیز کړی و او ګومان کېده چې غښتلې کاندیده به وي، خو نوموړې په وروستۍ نظرپوښتنه کې شپږمه شوه او دې مسئلې بلغاریا اړ ایسته چې د سرمنشي توب لپاره د کاندید په اړه بیا کتنه وکړي.

د بوکوفا منتقدان وايي چې نوموړې تر اندازې زیاته له روسیې سره نېږدې ده.

۶۳ کلنه جیورګیفا د اروپايي کمېسیون له هغو غړو څخه ده چې ډېر وخت‌یې کار کړی او له بودجې رانیولې تر نړیوالو همکاریو پورې یې پر بېلابېلو چارو څارنه کړې ده.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي توب څوکۍ د ختیځې اروپا بل چا ترلاسه کړې نه‌ده.

XS
SM
MD
LG