د لاسرسي لېنکونه

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د اسرائیل د پخواني ولسمشر شیمون پرز د تدفین په مراسمو کې برخه واخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وایي، بارک اوباما به نن له واشنګټن نه اسرائیل ته سفر وکړي او د جمعې په ورځ به وروسته تر دې بېرته امریکا ته ستون شي چې شیمون پرز خاورو ته وسپارل شي.

د اسرائیل پخوانی ولسمشر شیمون پیرز پرون سهار د درې نوي کلونو په عمر مړ شو.

XS
SM
MD
LG