د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

امریکا سلګونه نور پوځیان عراق ته لېږي


امریکا غواړي چې سلګونه نور پوځیان عراق ته ولېږي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون د چهارشنبې په ماښام وویل چې ۶۰۰ تازه دمه عسکر به عراق ته واستول شي او له داعشه د موصل ښار په بېرته نیولو کې له عراقي سرتېرو سره مرسته وکړي.

عراقي ځواکونه غواړي چې تر ژمي مخکې د موصل ښار د بیا نیولو لپاره عملیات پيل کړي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر

ښاغلی کارتر نیو مکزیکو ایالت ته د سفر پر مهال وویل چې تازه دمه امریکایي پوځیان به له عراقي ځواکونو سره د اکمالاتو، استخباراتو او سلا مشورې ورکولو په برخو کې مرستې وکړي.

د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل چې عراق ته د تلونکو نویو پوځیانو کره شمېره ۶۱۵ ده چې په راتلونکو اوونیو کې به خپلې هڅې په عراق کې پیل کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره اوونۍ ویلي و چې هغه عراقي ځواکونه چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، د موصل ښار بېرته نیولو ته په بېړه تیاری نیسي، خو ولسمشر اوباما خبرداری ورکړ چې دا کار اسانه نه‌دی او له ګواښونو سره مل دی.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ادارې ویلي دي چې بغداد له واشنګټنه غوښتي دي چې په عراق کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي.

د امریکا دفاع وزیر وایي چې د موصل د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان جوړ شوی دی او د عراق صدراعظم حیدر العبادي په مشرۍ به د موصل د نیولو عملیات ترسره شي.

د موصل ښار په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې ونیو.

د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې امریکایي ځواکونه به د موصل تر نیولو وروسته په عراق کې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG