د لاسرسي لېنکونه

ترکيې له فتح الله ګولین سره د تړاو په تور ۳۲ زره کسان نیولي دي.

انقره د جولای د پنځلسمې د ناکامې کودتا پړه پر جلا وطنه شوي فتح الله ګولین اچوي.

د عدليې وزير بکر بوزداګ نن يوه ترکي تلويزيون ته وويل چې له اويا زرو کسانو څخه پلټنې شوي دي او له هغوی څخه ۳۲ زره يې په رسمي توګه د ترکي محکمې له خوا تر حکم وروسته توقيف شوي دي.

بوزداګ ويلي، دا پروسه دوام لري او تر دېرشو زرو زیاتو کسانو محاکمه به د ترکي قانوني سيستم لپاره يوه ازموينه وي.

ده زياته کړه چې دا کسان به په ټول هېواد کې محاکمه شي.

ده وويل چې روښانه نه ده چې دا محکمې به څه وړ پر مخ ځي.

ګولین چې په امریکا کې اوسي، د کودتا په هڅو کې لاس درلودل ردوي.

بوزداګ ويلي چې امريکا انقرې ته ويلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به ترکيې ته د ګولین د سپارلو په اړه ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG