د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

اروپايي ټولنه یونان کې مېشت کډوال خپلو نورو هېوادنو کې مېشتوي


اروپايي ټولنه وايي، پلان لري چې د راتلوتکي میلادي کال تر پایه په یونان کې پراته ۳۰ زره کډوال د دې ټولنې په نورو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال له پیل راهیسې شاوخوا یو نیم میلیون کډوال او پناه غوښتونکي اروپايې هېوادونو ته رسېدلي دي.

د اروپا د کډوالو چارو کمېسیون مسؤل یمیتریس اورامپولس وايي، له یونان څخه نورو اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د لېږولو او ځای پر ځای کولو پروسه ښه پر مخ ځي.

اورامپولس د چهار شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې د دوی د پلان له مخې د ۲۰۱۷ کال تر پایه باید له یونان څخه ۳۰ زره کډوال د اروپايي ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې مېشت شي.

اروپايي ټولنه غواړي یونان کې مېشت کډوال د دغې ټولنې نورو غړو هېوادونو کې مېشت کړي.
اروپايي ټولنه غواړي یونان کې مېشت کډوال د دغې ټولنې نورو غړو هېوادونو کې مېشت کړي.

اروپايې ټولنې د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپتمبر میاشت کې یو پلان تصویب کړ چې له مخې به‌يې په راتلونکو دوو کلونو کي په مختلفو اروپايي هېوادونو کې ۱۶۰ زره کډوال ځای پر ځای کړي.

خو د فرانس پرېس اژانس په وینا تر اوسه دا پروسه د توقع خلاف سسته پر مخ ځي او یوازې پنځه زره او شپږ نیم سوه کډوال له یونان څخه نورو هېوادونو ته استول شوي دي.

اروپا ته د کډوالو د پراخې لړۍ له پیلېدو وروسته د دې ټولنې پنځو هېوادونو د خپلو پولو څارل او د پاسپورټ د چک پروسه پیل کړه.

خو اروپايي کمېسیون وايي چې د نوي میلادي کال په پیلېدو سره به د شېنګ زون ټولو هېوادونو پولې له یو بل سره پرانیستې وي او د پاسپورټ ښودلو مؤقتي پروسه به پای ته ورسېږي.

اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د بې‌سارې څپې په ترڅ کې زیاتره کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې یونان او ایټاليا ته رسېدلي دي.

اکثره کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسېدلي دي
اکثره کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسېدلي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، اکثره کډوال د سوريې، عراق او افغانستان اتباع دي چې غواړي په لوېدیځه اروپا په ځانګړې توګه په جرمني او سکندناوي هېوادونو کې مېشت شي.

XS
SM
MD
LG