د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

افغان سفیر: سعودي د افغانستان سولې پروسه کې مرسته کوي


په سعودي عربستان کې افغان سفیر وايي چې دغه هېواد چمتو دی څو له افغان دولت سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

افغان سفیر سید جلال کریم د چهارشنبې په ورځ له آزادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، سعودي چارواکو ورته ژمنه کړې څو له مخالفینو سره د افغان دولت د سولې د خبرو کوربه توب او په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

ښاغلي کریم همدا راز وویل، د هغو شاوخوا ۵۰ زرو افغانانو د ستونزو د هواري لپاره هم کار کوي چې په پاکستاني پاسپورټونو باندې په عربستان کې کار کوي.

صفي الله ستانکزي له ښاغلي کریم سره مرکه کړې او د سولې په خبرو سربېره یې د سعودي د نورو همکاریو او اړیکو په اړه هم پوښتنې مطرح کړي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:55 0:00
مستقیم لېنک



XS
SM
MD
LG