د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

ولسي جرګې د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران استجواب کړل


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې د بروکسل په غونډه کې به د افغان کډوالو د ستونزو د حلولو په مقصد، له افغانستان سره ۷۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

صلاح‌الدین رباني دا خبره د چهارشنبې په ورځ، د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړه.

ښاغلي رباني وویل، دا مرسته به د راستنېدونکو کډوالو د هوساینې لپاره ولګول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

هغه زیاته کړه:

"هیله‌مند یم چې په دې برخه کې له افغانستان سره د نړۍ له‌خوا زیاتې مرستې وشي، حال دا چې نړیوالې ټولنې د ۷۰ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده."

افغان حکومت له هر پلوه نړیوالې ټولنې ته په تمه دی چې د افغان کډوالو د ستونزو په هوارولو کې ورسره مرستې وکړي.​

رباني دا هم وویل اوس‌مهال په دواړو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې افغان کډوال ځورول کېږي.

څو ورځې مخکې جمهور رئيس اشرف غني ویلي و چې کېدای شي تر راتلونکي کاله پورې له ایران او پاکستان څخه یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي هم د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړل شوی او دوی هڅې کوي چې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهیمي ټینګار وکړ چې د حکومت دنده ده چې راستنېدونکو کډوالو ته په هېواد کې د اوسېدو او کار کولو زمینې برابرې کړي.

ابراهیمي: زموږ کډوال په داوطلبانه توګه چمتو دي چې هېواد ته راستانه شي.
ابراهیمي: زموږ کډوال په داوطلبانه توګه چمتو دي چې هېواد ته راستانه شي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ کډوال په داوطلبانه توګه چمتو دي چې هېواد ته راستانه شي او حکومت مکلف دی چې ټولو ته د اساسي قانون د ۲۲ مادې پر اساس د ولایتونو په کچه، پرته له تبعیض څخه د کار او اوسېدو اسانتیاوې برابرې کړي او هغه هېوادونه چې افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو څخه باسي، باید د نړیوالو کنوانسیونو سره سم ورسره چلند وشي."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال هره ورځ شاوخوا ۸۰۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنېږي چې ډېره برخه‌یې له پاکستان څخه ده.

افغان حکومت وايي، هغو هېوادونو او په تېره پاکستان ته به اجازه ورنه‌کړي چې د سیاسي ملحوظاتو له مخې پر افغان کډوالو فشار راولي.

افغان چارواکي ټینګار کوي چې دا هېوادونه دې د افغان کډوالو باعزته راستنېدو ته زمینې برابرې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG