د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي چې د فساد اړوند درې دوسيې راتلونکې اوونۍ د عدلي او قضایي مرکز له‎خوا بشپړې او محکمې ته لېږل کېږي.

دغه څارنوالۍ وايي، د اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز چارې په قاطعیت او شفافیت سره روانې دي.

د لوی څارنوال د دفتر رئیس بکتاش عزیزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د اداري فساد او پیسو مینځلو اړوند درې دوسیې راتلونکې اوونۍ بشپړې او محکمې ته لېږل کېږي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:

"د درېیو قضیو چې یوه‌یې د پیسو مینځلو او دوه نورې یې د رشوت اړوند دي څېړنې بشپړې شوي د اوونۍ تر نیمایي یا پایه پورې محکمې ته لېږل کېږي، د محکمې جریان به‌یې له پیله تر پایه علني وي او تاسې به په جریان کې اووسي."

ښاغلي عزیزي د دغو کسانو د هویت په اړه چې په دې قضیو کې تورن دي څه نه‌وايي.

د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز چې له نېږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې یې په کار پیل کړی د اداري فساد اړوند سترو دوسیو ته د رسېدو مسؤلیت لري.

په افغانستان کې د اداري فساد د کمېدو په اړه هڅې داسې مهال روانې دي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې په فساد ککړ درېیم هېواد افغانستان بللی دی.

خو جمهور رئیس غني روانه اوونۍ وویل چې د فساد په وړاندې د افغان حکومت جدي هڅې د دې سبب شوي چې د مرستو د جلب لپاره د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د اداري فساد په وړاندې د څار او ارزیابۍ ګډه خپلواکه کمېټه وايي، په هغه صورت کې چې یادې درې دوسیې د لوړپوړو چارواکو اړوند او د بروکسل تر کنفرانس وړاندې وروستۍ شي یوه ښه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د څار او ارزیابۍ ګډې خپلواکې کمېټې مشر یما ترابي

د څار او ارزیابۍ ګډې خپلواکې کمېټې مشر یما ترابي

د دې کمېټې مشر یما ترابي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که د بروکسل تر کنفرانسه مخکې دا درې قضیې بشپړې شي او په اړه‌یې حکم صادر شي ښه لاسته راوړنه به وګڼل شي، خو په دې شرط چې دا قضیې د ټیټ پوړو کسانو نه‌وي بلکې باید د لوړې کچې خلکو اړوند وي."

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي چې په افغانستان کې تر اوسه هېڅ لوړپوړی چارواکی د فساد په تور نه‌دی مجازات شوی.

د دې بنسټ مشر سید اکرام افضلي ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې اصلاحات باید په دغه هېواد کې د سیاسي ثبات قرباني نه‌شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG