د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د اسرائیل پخوانی ولسمشر "شیمون پرز" مړ شو


د اسرائیل پخوانی ولسمشر شیمون پرز نن د میزان په اوومه د ۹۳ کلنۍ په عمر مړ شو.

شیمون پرز دوه دورې صدارت کړی او د اسرائیل جمهوري ریاست ته هم رسېدلی و.

هغه له معدودو اسرائیلي سیاستوالو ګڼل کېده چې د اسرائیل دولت د جوړېدو په چارو کې یې لوی لاس درلود.

له دې امله، هغه ته د اسرائیل د بنسټ اېښودونکي او د اسرائیل د "پلار" خطاب کېږي.

پریز ته د اسرائیل د بنسټ ایښودونکي او د اسرائیل د "پلار" خطاب کېږي.
پریز ته د اسرائیل د بنسټ ایښودونکي او د اسرائیل د "پلار" خطاب کېږي.

د اسرائیل د پخواني صدراعظم شیمون پرز سیاسي ژوند تر ډېره حده د اسرائیل د یهودي دولت له تشکیل سره تړلی ګڼل کېږي.

پرز په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی، یهودي سیاستوال او د نوبل معتبرې جایزې له ګټونکو دی.

هغه د دې لپاره چې د سولې په لور یې د خپل هېواد حرکت پيل کړی و، په اسرائیلو او د نړۍ د یهودیانو په ټولنه کې زیات محبوبیت درلود.

شیمون پرز له دوو اوونیو راهیسې د دماغي سکتې له امله په روغتون کې بستر و.

د ډاکټرانو په وینا، د پرز په دماغ کې وینه بهېده او د اسرائیل په یوه روغتون کې تر جدي څارنې او درملنې لاندې و.

د ډاکټرانو په وینا، د پرز په دماغ کې وینه بهېده
د ډاکټرانو په وینا، د پرز په دماغ کې وینه بهېده

خو د هغه زوی شیمی پرز «Chemi Peres» نن د روغتون مخکې خبریالانو ته وویل:

"زه په ډېره خواشینۍ تاسو خبروم چې د اسرائیلو ګران پلار او د دې هېواد نهم ولسمشر، نن سهار له نړۍ سترګې پټې کړې. موږ احساس کوو چې د اسرائیل خلک او ټوله نړۍ په‎ دې لوی غم کې راسره شریکه ده."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د شیمون پرز د مړینې له امله د خواشینۍ په پیغام کې ویلي چې یوې ځانګړې کمېټې ته‌یې د هغه د جنازې د مراسمو د تنظیم مسؤلیت سپارلی دی.

په اسرائیل کې د شیمون پرز جنازې ته ښايي د نړۍ د زیاتو هېوادونو مشران او سیاسي رهبران ورشي.

د چارواکو په وینا، د هغه مړی به سبا د اسرائیل پارلمان په ودانۍ یا دولتي کنیسه کې ایښی وي چې خلک يې لیدو او وروستي درناوي ته ورشي.

د پرز جنازه د جمعې په ورځ په بیت‌المقدس کې د اسرائیلو په ملي هدیره "مونت هرزل" کې خاورو ته وسپارل شي.

د شیمون پرز یوه همکار ویلي، د جنازې مراسم د هغه د خوښې او غوښتنې پر اساس تنظیم شوی او مړی یې هم د هغه په خوښه په "مونت هرزل" کې خاورو ته سپارل کېږي.

د امریکا ولسشر بارک اوباما، شیمون پرز ته د اسرائیلو د ماهیت څرګندولو د هېندارې خطاب کړی دی.

اوباما، شیمون پریز ته د اسرائیلو د ماهیت څرګندولو د هېندارې خطاب کړی
اوباما، شیمون پریز ته د اسرائیلو د ماهیت څرګندولو د هېندارې خطاب کړی

اوباما ویلي:

"په نړۍ کې داسې کم خلک دي چې په خپلو انساني هڅو یې د بشري تاریخ مخ بدل کړی، د بشري اخلاقي ارزښتونو میدان‌يې پراخ کړی، موږ ته‌یې رازده کړي چې د انسانانو په توګه له ځانه زیاته توقع وکړو او شیمون پرز له هغو معدودو کسانو وو."

د بارک اوباما په وینا، د شیمون پرز په مړینه د نړۍ یو څراغ مړ شو خو د امید او خوشبینۍ هغه څراغ به چې د اوباما په وینا، پرز لګولی، د تل لپاره بل پاتې شي.

د شیمون پرز زوم او د هغه ډاکټر رافي والدن ویلي چې هغه سهار وختي، له تکلیفه پرته ساه ورکړه.

د اسرائیل ټولو راډیويي او ټلوېزیوني چاینلونو خپلې خپرونې نن د شیمون پرز پر شخصي ژوند او سیاسي هڅو خبرو ته ځانګړي کړې دي.

شیمون پرز په ۱۹۲۳ میلادي کال کې د وژینو ښار کې چې هغه مهال د پولنډ خاورې برخه وه او اوس په بېلاروس پورې تړلې سیمه ده، د شیمون پرسکي په نوم زېږېدلی و.

د هغه پلار د کورونو دوهم لاس لوازم خرڅول.

هغه په ۱۹۳۴ میلادي کال کې له خپلې کورنۍ سره اسرائیل ته کډه شو.

شیمون پرز ۲۹ کلن و چې د اسرائیل دفاع وزارت مشرتابه ته ورسېد او باور پر دې دی چې د دې هېواد پوځ‌یې مسلح کړ.

خو یوه مسئله چې تل‌یې د هغه پر سیاسي ژوند سیوری کړی و دا وه چې پرز د اسرائیل په پوځ کې خدمت نه‌و کړی، هېڅکله‌یې پوځي یونیفورم نه‌و اغوستی او د اسرائیل د دفاع لپاره په جګړه کې یې ګډون نه‌و کړی.

شیمون پرز په خپل ژوند کې ۱۰ کتابونه لیکلي چې په زیاتو کې یې د "نوي منځني ختیځ" د جوړېدو په اړه خپل نظر څرګند کړی.

شیمون پرز په خپل ژوند کې ۱۰ کتابونه لیکلي
شیمون پرز په خپل ژوند کې ۱۰ کتابونه لیکلي

شیمون پرز په ټول منځني ختیځ کې د اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په مرسته د ثبات د ټېنګېدو نظر درلود.

باور پر دې دی چې شیمون پرز په اووه لسیزه سیاسي ژوند کې اسرائیل له ځینو سختو شرایطو بریالی تېر کړ.

د پنځوسمې میلادي لسیزې په ترڅ کې د اسرائیل د اټمي پروګرام رامنځته کول، په لبنان کې د اسرائیل د پوځيانو د رول ختمول، په ۱۹۸۰م کلونو کې د سخت مالي تورم کنټرول او بیا له فلسطینیانو سره د سولې د مذاکرو پيل د شیمون پرز د ښه سیاسي تدبیر بېلګې ګڼل کېږي چې له امله‌یې د نوبل جایزه هم وګټله.

XS
SM
MD
LG