د لاسرسي لېنکونه

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان اقتصادي استقلال نه‌لري.

ښاغلي غني چې نن په کابل کې د الکوزي ګروپ له‌خوا د شپږو فابریکو د بنسټ ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې له اقتصادي استقلال پرته سیاسي استقلال ناقص دی.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د افغانستان دوامداره مشکل او لوی ګواښ زما له نظره په وارداتو او صادراتو کې د توازن نه‌موجودیت دی، موږ له سیاسي اړخه هرکله له دې خاورې دفاع کړې خو اقتصادي استقلال مو نه‌دی لرلی او اوس‌یې هم نه‌لرو."

ولسمشر غني همداراز پر ټولو پانګه‌والو غږ وکړ چې په افغانستان کې د فقر د له‌منځه وړلو لپاره پانګونه وکړي او حکومت به هم ورسره د هر راز اسانتیاوو رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG