د لاسرسي لېنکونه

د سپیس ایکس په نوم شرکت مشر الون ماسک هغه پلان په ډاګه کړی چې وايي غواړي په ترڅ کې یې د مریخ سیارې ته زرګونه کسان واستوي او هلته به ښار رامنځته کړي.

ماسک وايي، د ده د طرحې پر بنسټ به هر کس وکولای شي چې د سل زرو ډالرو په لګښت مریخ ته واستول شي.

ماسک د خپل لید لوري په اړه جزئیات پرون په مکسیکو کې د فضا نوردۍ په نړیواله کنګره کې وړاندې کړل.

نوموړي وویل، غواړي مریخ ته د استولو لپاره داسې یو لوی توغندی جوړ کړي چې سلګونه کسان له ځان سره انتقال کړي او دننه په‌کې رسټورانټونه، کابینونه، لوبې او سینماګانې واوسي.

ماسک وویل، باید له راتلونکو څلوېښتو تر سلو کلونو پورې موده کې د لټون له مأموریتونو څخه په مریخ کې د یو ریښتیني ښار د رامنځته کولو لپاره ګام پورته کړي.

XS
SM
MD
LG