افغانستان په یوې نړیواله سروې کې ۷۶ مقام راغلی چې خلکیې په اوسط ډول له یو بل سره مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
که څه هم افغانستان د ګالپ لهخوا د سروې شویو هېوادونو تر منځ نسبتاُ وروسته پاتې هېواد دی خو بیا یې هم خلک له یو بل سره په اوسط ډول همکارۍ ته چمتو دي.
په دې سروې کې د ګالپ ادارې لهخوا له ۱۴۵ زره کسانو سره مرکې شوي او له خلکو سره د همکارۍ او یا له خیریه بنسټونو سره د مرستې پوښتنې ترې شوې دي.
په دې ډله کې میانمار په مجموعي توګه په ټولو برخو کې د اویاوو نمرو په ګټلو سره لومړی مقام لري او افغانستان د ۳۲ نمرو په ګټلو سره ۷۶ مقام خپل کړی دی.
هغو هېوادونو چې له لومړي نه تر دېرشم پورې ځایونه خپل کړي اوسېدونکو یې تر ډېره له هغو کسانو سره چې مرستې ته اړ و مرستې کړي یا یې له خیریه بنسټونو سره همکارۍ لرلي دي.
د سروې له مخې چین ۱۱ نمرې ګټلي د دې لپاره چې کم خلکیې له یوه پردي سره د مرستې او یا له خیریه بنسټ سره د همکارۍ لپاره لېوالتیا لري.
په دې سروې کې له پردیو او نا اشنا خلکو سره د اړتیا په وخت کې مرسته او له خیریه بنسټونو سره همکاري او د دغو دوو برخو برعکس نظریاتو ته منفي او مثبتې نمرې ورکړل شوي دي.
د ګالپ ادارې لهخوا په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا سروې د ۲۰۱۵ کال په جریان کې ترسره شوې او ۹۵ فیصده کره او ثابته ده.
راپور: صفيالله ستانکزی