د لاسرسي لېنکونه

جوګیان چې تر ډېره هنرمنده خلک دي وايي چې په اصل کې تاجکان دي او له بخارا څخه افغانستان ته راغلي دي، دوی په مذهب سني مسلمانان دي.

جوګیان د افغاني ټولنې له محروم قشره شمېرل کېږي چې په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې د خپل ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

بلخ له نهو شمالي ولایتونو څخه یو دی چې ډېری جوګیان په‌کې له څو لسیزو راپه‎دې خوا ژوند کوي.

د جوګیانو یوه وړه طایفه د مزارشریف د زراعت کارتې په سرای هاجري سیمه کې تر خیمو لاندې اوسېږي.

د دې سیمې جوګیان وايي چې نه سرپناه لري او نه‌یې هم اولادونه تعلیم او ښوونځي ته لاسرسی لري.

ملا شیر او بابه صالح د دې طایفې له سپین ږیرو څخه دي او وايي چې لا هم خپلو اساسي حقوقو ته لاسرسی نه‎لري.

ملا شیر زیاتوي:

"نسبت موږ ته نور غریب کسان نه‎دي موجود، ډېر بې‌چاره خلک یو، زه دولت ته هم وایم ډېر ځورېدلي خلک یو او هېڅ‌څوک مو غوښتنو ته غوږ نه‌نیسي."

بابه صالح بیا وايي:

"زموږ ستونزې زیاتې دي، تاسو وینئ چې د خیمې لاندې ژوند کوو، هوا ډېره ګرمه ده په سړه هوا کې هم په ډېر بد حالت کې ژوند کوو."

جوګیان ادعا کوي چې له کابو ۱۵۰ کلونو را په‎دې خوا افغانستان ته راداخل شوي دي خو تر دې دمه هم تذکره نه‎لري او د دې ټولنې له محرومو اقشارو څخه شمېرل کېږي.

سالم یو جوګي هلک دی چې سواد او تعلیم ته ډېره علاقه لري او غواړي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي، خو له دې چې سرپناه نه‎لري او کوچي خلک دي نو ښوونځي ته له ورتګه پاتې شوی دی.

هغه‌یې په اړه وویل:

"مکتب مو لوست خو اوس مې خوشې کړی دی، تر درېیمه ټولګي مې ښوونځی وویل، له دې مې پرېښود چې یو کال یو ځای او بل کال بل ځای وو، که ښوونځی وي موږ به هم خوشحاله شو او درس به وایو."

د جوګیانو په اړه ټولنه کې مختلف اندونه موجود دي، هغه کسانو چې له نېږدې یې دوی نه‎دي لیدلي او ورسره اشنا نه‎دي وايي چې جوګیان بې‌رحم او د بد نیت خاوندان دي، دوی فکر کوي جوګیان غیر مسلمان کسان دي چې هدیره نه‎لري او خپل مړي خوري.

د جوګیانو په اړه ټولنه کې مختلف اندونه موجود دي

د جوګیانو په اړه ټولنه کې مختلف اندونه موجود دي

خو د یادو بد بینیو برخلاف کله چې زه د جوګیانو محلې ته ور داخل شوم، دوی ماته په خندا ډکو شونډو او یوه پیاله تریخ چای ښه راغلاست وویل او ډېر عاجزانه چلند یې ترسره کړ.

فرحان جوګۍ په کور کې له اوسېدو ستړې شوې او ځان ته‌یې د سرګرمۍ لپاره یوه دنبوره اخیستې چې له بابه صالح غیچک نواز سره‌یې کله کله په ګډه‌ غږوي.

فرحان وايي چې اکثراً جوګي ځوانان د بې‌کارۍ له امله جنګي سپي روزي او مړز لوبه (بودنه بازي) کوي چې دا کار اوس په بلخ کې د جوګي ځوانانو ترمنځ په یو رسم بدل شوی دی.

جوګیانې له خپل ژونده نا راضي برېښي او وايي چې نارینه‌یې ګرده ورځ کور کې وي او دوی په یو عالم رنګ زردۍ او بې‌چاره‌ګۍ سره صحرا ته وځي ترڅو ګدايي وکړي او ماشومانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

نګار یې په اړه وايي:

"اې! زویه څه درته ووایم؟ زموږ نارینه په کور کې کېني او موږ په ډوډۍ پسې استوي، په رنګ زردۍ او بې‌چاره‌ګۍ سره ګدايي کوو، له خپل ژونده څه ډول راضي ووسو، زموږ ژوند د رنګ زردې او بې‌چاره‌ګۍ ژوند دی."

جوګیان ادعا کوي، له دې سره‌یې چې د تابعیت تذکره نه‌درلوده خو بیا یې هم په ټاکنو کې ګډون کړی او له پایلو څخه‌یې راضي پر دې نه‎دي چې ولسمشر په خپلو کړو وعدو عمل نه‎دی کړی.

د جوګیانو عمده ستونزې صحي خدماتو ته نه‌لاسرسی، دوی ته د سرپناه نه‌شتون، بې‌کاري او له سواده‌یې د ماشومانو محرومیت دی.

د جوګیانو د ژوند په اړه مو د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نظر هم ترلاسه کړ، د دې بنسټ د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع داسې وویل:

"جوګیان له دې چې د تابعیت تذکره نه‎لري، له خپلو ډېرو حقونو څخه محروم دي، د دوی ماشومان ښوونځیو ته نه‎ځي دایمي سرپناه نه‎لري او صحي امکاناتو ته هم لاسرسی نه‎لري."

دا په داسې حال کې ده چې نه‌یوازې جوګیان بلکې په مزارشریف کې د نورو قومونو سلګونه ځوانان هم دوی ته د کار زمینې له نه‌شتونه سرټکوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG