د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا مشر قیام‌الدین کشاف وايي، ځینې کړۍ د ملي یووالي حکومت ته د ستونزو او دسیسو جوړولو هڅې کوي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست خبرپاڼه وايي چې ښاغلي کشاف پرون سې شنبه د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د عالمانو د سرتاسري شورا غړو په غونډه کې د دې خبرې ترڅنګ له حکومته پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ښاغلي کشاف په وینا، هغه کسان چې دسیسې او ستونزې جوړوي د افغانستان لپاره کار نه‎شي کولای.

XS
SM
MD
LG