د سوریې حکومت پرون سې شنبه د حلب ښار د بېرته نیولو لپاره ځمکني، پوځي عملیات پیل کړل.
د سوریې حکومت ادعا کړې چې په حلب کې د ځمکنیو، پوځي عملیاتو له پيل سرهیې د ښار ځینې مرکزي سیمې نیولې دي.
حلب له تېرو څلورو کلونو راهیسې د حکومتي ځواکونو او د رژیم د وسلهوالو مخالفو ډلو ترمنځ وېشل شوی دی.
د ښار په ختیځو سیمو کې د رژیم مخالفې ډلې او په لوېدیځ کې د سوریې حکومتي ځواکونه کنټرول لري.
د سوریې دولتي ټلوېزیون پرون وویل چې حکومتي ځواکونو د حلب د تاریخي کلا په شمال غرب کې "الفرافره" سیمه نیولې او جګړه د ښار تاریخي ځایونو ته نېږدې شوې ده.
د سوریې پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حلب ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات کوي او په دې ډول د اوربند هغه موافقه ماته شوه چې د امریکا او روسیې په ملاتړ رامنځته شوې وه.
په سوریه کې د جګړې دواړو خواوو پر مقابل لوري د اوربند ماتولو تور پورې کړی دی.
د اوربند د موافقې له ماتېدو راهیسې، د سوریې حکومت او روسیې جنګي الوتکو پر حلب او نورو سیمو بمبارۍ جاري ساتلې دي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي مېسټورا روانه اوونۍ په امنیت شورا کې وویل:
"هېڅ واقعه، پرته له دې چې پر دې فکر وشي چې د توضیح وړ ده که نهده، هغه پېښې نهشي توجیه کولائ چې موږ یې په سترګو وینو. په سوریه کې د اوربند ماتېدل او د تشدد بیا پيل او له دې سره سم د ډېر پراخ پوځي کمپاین پیل چې تشدد یې بېګناه ملکي کسان متأثره کړي، توجیه نهلري."
ډي مېسټورا زیاته کړه چې تېره اوونۍ د سوریې په شپږ کلن بحران کې له ډېرو خونړیو اوونیو وه.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي چې د سوریې په شمالي او ختیځو سیمو کې د وروستیو بمباریو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو روانه اوونۍ پر روسیې او د بشارالاسد پر رژیم تور لګولی چې د ملکي خلکو پر ضد یې ګډ کمپاین پيل کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وویل، د سوریې حکومتي ځواکونه چې د روسیې جنګي الوتکې یې ملاتړ کوي، پر ملکي خلکو بمي حملې کوي او په دې ډوليې تسلیمېدو ته اړ باسي.
په حلب کې لږ تر لږه دوه نیم لکه وګړي په جګړه کې ګېر دي.