د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

ارګ: حکومت لویې لاسته راوړنې تر لاسه کړي


د ملي یووالي حکومت وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې د ستونزو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنو ته رسېدلي.

جمهوري ریاست وايي، له دې جملې په بهرني سیاست او اقتصادي برخو کې تر ټولو ډېرې لاسته راوړنې لري.

له دې سره سره چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې د مشروعیت له پوښتنې او بېلابېلو نورو انتقادونو سره مخ و، خو جمهوري ریاست وايي چې دې حکومت په تېرو دوو کلونو کې ښه پرمختک کړی دی.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت په دې موده کې په بهرني سیاست، د نړیوالو مرستو په جلب، سولې پروسې، اقتصادي پیاوړتیا زېربناوو جوړولو او نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

هغه زیاته کړه:

"په تېرو دوو کلونو کې افغانستان وتوانېده تر څو نړیوالو ته دا قناعت ورکړي چې ترورېزم یو ګډ ګواښ دی، که پاملرنه وکړئ حکومت په بهرني سیاست کې سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع جوړه کړې، افغانستان په سیمه او نړۍ کې په پنځو برخو کې چې جمهور رئیس پرې تل ټینګار کړی لاسته راوړنې لري په همدې حال کې حکومت ملي او سیمه‌ییزې پروژې یا بشپړې کړي او یا یې پیل کړي دي."

په تېرو دوو کلونو کې د ملي وحدت حکومت مشران په څو نړیوالو او سیمه‌ییزو غونډو لکه شانګهای، سارک، د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو په کنفرانس وارسا، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې، د ریکا شپږ په نوم اقتصادي او سام غونډو کې برخه اخیستې چې د حکومت په باور په بهرني سیاست کې د دوی فعالیت ښيي.

په همدې موده کې د حکومت مشرانو پر امنیتي او اقتصادي محورونو بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان، مصر، چین، ایران او هندوستان ته سفرونه کړي دي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو په دې هم ټینګار کړی چې دوی توانېدلي په دې موده کې نړیوالې ټولنې ته پاکستان د ترورېزم د ملاتړي او ځالې په نوم معرفي کړي.

د چارو کارپوه احمد سعیدي له دې سره چې د حکومت د لاسته راوړنو تر څنګ ځینو ستونزو ته هم اشاره کوي خو وايي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره توانېدلی چې پاکستان د سیاسي او اقتصادي پلوه له نړیوالې انزوا سره مخ کړي.

سعیدي: افغانستان توانېدلی چې پاکستان د سیاسي او اقتصادي پلوه انزوا سره مخ کړي.
سعیدي: افغانستان توانېدلی چې پاکستان د سیاسي او اقتصادي پلوه انزوا سره مخ کړي.

هغه زیاته کړه:

"زما باور دا دی چې په تېرو دوو کلونو کې چې د ملي یووالي حکومت له عمره تېر شوي ځينې اغېزناک ګامونه پورته شوي ولې زه نه‌وایم چې دا بس دی، تاسې پوهېږی چې پاکستان په سیمه کې د ستونزې برخه ده، هېڅ حکومت ونه‌توانېده چې هغه هېواد په سیاسي او اقتصادي لحاظ له انزوا سره مخ کړي، بیا بیا به مو ویل چې پاکستان مداخله کوي، خو زموږ غږ چا نه‌اورېده، خو حکومت چې اوس کوم سیاست نیولای ورو ورو پاکستان انزوا ته روان دی."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې موافقې ته رسېدل او دغې پروسې ته د طالبانو راماتولو په خاطر سیمه‌ییزې او نړیوالې هڅې د حکومت نورې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

جمهوري ریاست وايي چې په نظامي برخه کې یې هم لاسته راوړنې د پام وړ دي او د لومړي ځل لپاره افغان ځواکونه په دې موده کې له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت اوښتي دي.

د ټاپي پروژه، د کاسا زر په نوم د برېښنا د لېږد پروژه، چابهار بندر، د سلما بند پرانیستل، د لاجورد لارې جوړول، د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان شاملېدل هغه سترې اقتصادي پروژې بلل کېږي چې د ملي یووالي حکومت د هڅو په نتیجه کې یا عملي او یا هم پیل شوي دي.

سلما برېښنا بند
سلما برېښنا بند

په ولسي جرګه کې د اقتصادي کمېسیون غړی محمد هاشم وايي، د ملي یووالي حکومت توانېدلی په هغو ژمنو هم عمل وکړي چې د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې یې له ملت سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي یووالي حکومت له پیله خلکو ته ژمنې ورکړي وې په تېره بیا د اقتصادي زېربناوو او تولید په برخو کې، سره له دې چې ستونزې موجودې وې له هغې سره هم د ملي یووالي حکومت توانېدلی چې به سیمه او نړۍ کې دې برخې ته مرستندویان پیدا او یو شمېر سیمه‌ییزې او زېربنايي پروژې پیل کړي."

د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ویاند د معلوماتو له مخې د ملي یووالي حکومت د افغانستان د بساینې لپاره د انرژي تولید او کرنې پراختیا ته هم کارونه کړي دي.

په حکومتوالۍ کې د ښځو پراخه ونډه بله هغه لاسته راوړنه یادېږي چې د ښځو بنسټونو په باور بې‌سابقې ده.

دا وخت څلور ښځې د وزیرانو، نهه‌یې د مرستیالانو، څلور یې د سفیرانو په توګه په لوړو څوکیو کې په دندو بوختې دي.

خو له دې ټولو سره د چارو ځينې کارپوهان د ناامنیو ډېرېدل،د حکومت د مشرانو ترمنځ خپل منځي اختلافات، د بې‌کارۍ او غیرقانوني مهاجرتونو ډېرېدل، فساد او له هېواده د پانګونې تېښته د ملي یووالي حکومت عمده ستونزې یادوي.

دوی وايي چې که حکومت خپل منځي اختلافات نه‌درلودی او ترمنځ‌یې ښه همغږي وی په دومره موده کې یې کولای شول چې په ټولو برخو کې ستونزې تر یوې اندازې کمې کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG