د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

سرپل ولایتي شورا: نا امنیو پوزې ته راوستي یو


د سرپل ولایتي شورا غړي او عام خلک د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د نا امنیو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

د سرپل ولایتي شورا یوه غړي حسین مجاهد‎زاده ازادي راډیو ته وویل چې د سیمه‌ییز حکومت بې‌پامي او همدارنګه په سرپل کې د امنیتي ځواکونو کموالی سبب شوی چې ورځ تر بلې نا امني زیاته شي.

مجاهدزاده وویل، سربېره پر دې چې د کوهستاناتو ولسوالۍ همدا مهال د طالب وسله‎والو په ولکه کې ده، په سانچارک، ګوسفندي، سوزمه‎قلعه او د سرپل مرکز شیرم سیمه کې هم د طالبانو وسله‎وال فعالیت زیات شوی دی.

ښاغلي مجاهدزاده‌یې په اړه وویل:

"طبعاً چې د سرپل ولایت د مختلفو اړخونو څخه تر تهدید لاندې دي او په سانچارک، صیاد، ګوسفندي او سوزمه قلعه کې ناامني روانه ده، امنیتي وضعیت دې ولایت کې زیات خراب دی او دا ولایت شدیداً اسیب پذیره دی."

مجاهدزاده وايي چې مرکزي دولت د ناامنۍ ستونزې په برخه کې تر دې دمه هېڅ ډول اقدامات نه‎دي ترسره کړي.

د ولایتي شورا دا استازی وايي چې دوی د امنیتي ځواکونو له کمښت سره مخ دي او دا ستونزه باید ژر تر ژره حل شي.

اخوا بیا د ولایتي شورا بل غړی اصف صادقي وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو او د سرپل ولایت دولتي چارواکو ترمنځ همغږي موجوده نه‌ده او دا مسئله لامل شوې چې ناامني زیاته شي.

د ولایتي شورا دا استازي وايي چې دولت د امنیت د تأمینولو لپاره د محلي پاڅونونو ګروپونه رامنځته کړل چې د لنډ مهال لپاره مؤثر خو د اوږد مهال لپاره زیانمن دي او اوس دا خلک د خپلو وسلو څخه پر استفادې اوباشي کوي، په غلا لاس پورې کوي او له خلکو عُشر او زکات اخلي.

اصف صادقي په سرپل کې د موجود امنیتي ځواکونو د ستونزې په اړه وویل:

"په سرپل کې د امنیتي ځواکونو د ناتوانايي مسئله دا ده چې د دوی ترمنځ همغږي نه‌شته او ناقص تشکیلات موجود دي، د عامه نظم پولیس یو شمېر سرپل کې دي او یو شمېر نور یې کابل ته تللي دي. د خاصو ځواکونو قطعه لا هم نه‌ده تکمیل شوې."

سرپل کې مو د ناامنیو د موجودیت ستونزه د دې ولایت د امنیت امر عنایت حبیبي سره شریکه کړه، هغه‌یې په اړه داسې وویل:

"د خلکو شکایات پر ځای دي، اوس تاسو وګورئ چې یو کال نه ډېر وشو چې کوهستانات ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده، موږ له مرکزه هر څومره چې تقاضا وکړه دلته‌یې ځواکونه راوانه‎ستول او موږ ونه‌توانېدو چې عملیات ترسره او دا سیمې بېرته ونیسو."

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولایت اوسېدونکي د نا امنۍ د زیاتوالي مسئله د محلي حکومت څخه د خلکو نا رضایتي بولي او وايي چې د محلي ادارې ټول مقامات یوه قوم ته مربوط کسان دي چې د خلکو ستونزو ته رسیدګي نه‌کوي او خلک هم طالبانو ته لېواله شوي دي.

د سرپل مرکز شیرم‌ سیمې دوو تنو اوسېدونکو یې په اړه داسې وویل:

"نوم مې خالد دی او د سرپل ټول واک د یوه قوم په لاس کې دی، نو د خلکو ستونزو ته رسیدګي نه‎کوي او د ستونزو د موجودیت له امله خلک طالبانو ته ورځي."

"ناصر یم د شیرم څخه دلته ستونزه دا ده چې نا امني زیاته شوې او دولت هم د یوه قوم په لاس کې دی د نور عام ولس غوښتنو ته رسیدګي نه‌کېږي."

په دې هکله مو وغوښتل د سرپل والي ظاهر وحدت نظر هم له ځان سره ولرو خو پرې بریالي نه‌شوو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د سرپل عامو خلکو د دولتي چارواکو د دوه ګوني چلنده شکایت کړی دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG