د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

عبیدي: د کابل پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تور ۹۰۰ تنه نیولي


د کابل پولیس چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور یې ۹۰۰ کسان نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د وسله‌والو غلو او سړي تښتوونکو څو ډلې هم شاملې دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئيس فریدون عبیدي
د کابل امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئيس فریدون عبیدي

نوموړي زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه کابل پولیسو ښې لاسته راوړنې درلودې، په تېرو دوو میاشتو کې ۹۰۰ تنه د بېلابېلو قضیو په تړاو نیول شوي چې په هغه کې څو سازمان یافته مجرمین، وسله‌وال غله، د موټرو غله او اختطافچیان شامل دي."

ښاغلي عبیدي د خلکو له نه‌همکارۍ هم ګېله‌من دی او وايي چې د مشکوکو کسانو په نیولو کې له امنیتي ځواکونو سره لازمه همکاري نه‌کوي.

خو برعکس کابل ښاریان پر پولیسو د انتقاد په توګه وايي چې په کابل ښار کې د پلان شویو جرمونو په مخنیوي کې جدي هڅې نه‌کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په شپه ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار له نهمې امنیتي حوزې نه په لیدنه کې د دغې حوزې د څو تنو مسؤلینو دندې د غفلت او بې‌پروایۍ له امله وځنډولې.

یو شمېر کابل ښاریان د ولسمشر له دې اقدام نه هرکلی کوي او له ښاغلي غني څخه غواړي چې د ښار د وضعیت د ښه‌والي په هدف امنیتي مسؤلین تر فشار لاندې راولي.

دغه ښاریان وايي چې د دوی، پیسې او ځان په امن کې نه‌دي.

د احمد نوید او سلیمان په نومونو دوه تنه په دې اړه وایي:

"ټولې سیمې د مثال په ډول د مکروریان کله چې د شپې یوه بجه له کوره راوځې، موبایل، پیسې او هر څه چې لرې یې غله در څخه اخلي او که چېرې نه‌یې لرې نو یو څو څپېړې دې په مخ وهي."

"مخکې چې پیسې زیاتې وې اوس چې کمې شوې غلاوې هم ورسره زیاتې شوې، د خلکو موټر غلا کوي، څو ورځې وړاندې یې زما د ملګري موټر غلا کړ او خپله اوس د خلکو موټر چلوي."

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه جنرال عبدالهادي خالد په دې باور دی چې ترڅو په کابل ښار کې غیر مسؤلې وسله‌والې ډلې بې‌وسلې نه‌شي او پولیس په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ نه‌کړي، په کابل ښار کې به جنايي پېښې کمې نه‌شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG