د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د حکومت او حکمتیار ترمنځ سولې په اړه د طالبانو د دواړو ډلو غبرګون


وسله‎والو طالبانو د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د موافقې په غبرګون کې ویلي چې ګلبدین حکمتیار یو ستر جنایت ترسره کړ.

طالبانو په یوه مقاله کې له ۱۵ کلونو وروسته له افغان حکومت سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې موافقه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په دې مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د جهاد غږ په نوم د یوې وېب‎پاڼې له‎خوا خپره شوې راغلي چې حزب اسلامي د مقاومت په پرېښودو سره یو ستر جنایت ترسره کړ.

دا مقاله "په اسلام کې د سولې مفهوم" په نوم خپره شوې او په‎کې یو ځل بیا هغه ادعا تکراره شوې چې اوسنی حکومت‌یې د امریکا لاس‎پوڅی یاد کړی او سره له دې چې د حکمتیار نوم‌یې نه‌دی اخیستی له هغه څخه‌‎یې سخت انتقاد کړی دی.

د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې موافقه د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه او تمه کېږي چې ډېر ژر د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له‎خوا هم لاسلیک شي.

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې موافقه د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه
د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې موافقه د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه

د دې موافقې پر اساس د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته قضايي خوندیتوب ورکول کېږي او د یاد ګوند بندیان له بنده خوشې او په حکمتیار باندې د نړیوالو بندیزونو په لېرې کولو کار کېږي.

واشنګټن په ۲۰۰۳ میلادي کال کې ګلبدین حکمتیار یو نړیوال ترورېست وباله.

د طالبانو په مقاله کې همداراز دا پوښتنه مطرح شوې چې له امریکا سره سوله ولې له ۱۵ کلونو وروسته اوس یو مشروع انتخاب دی په داسې حال کې چې اوس د نه‌منلو خبره وه.

د طالبانو دا غبرګون د افغان حکومت تر هغه انتظار وروسته څرګندېږي چې ویل کېده له حزب اسلامي سره د سولې تړون به په راتلونکي کې له طالبانو سره د سولې زمینه هم برابره کړي.

طالبان چې له کلونو راهیسې له افغان حکومت سره په مخامخ جګړه بوخت دي له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې یې له کابل سره غیر رسمي خبرې پيل کړي او یو ځل‌یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له افغان چارواکو سره اسلام‎اباد ته نېږدې په مري کې مخامخ هم کتلي دي.

اخوا د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو انشعابي ډلې په یوه بیان کې ویلي چې حزب اسلامي له افغان حکومت سره د ځینو شرطونو پر اساس موافقې ته رسېدلی دی.

ملا رسول ډله: حزب اسلامي له افغان حکومت سره د ځینو شرطونو پر اساس موافقې ته رسېدلی.
ملا رسول ډله: حزب اسلامي له افغان حکومت سره د ځینو شرطونو پر اساس موافقې ته رسېدلی.

په بیان کې راغلي چې حزب‎ اسلامي له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو او یا د هغوی وتلو ته د وخت د ټاکلو د شرطونو له مخې دا موافقه کړې ده چې دوی هم دا کار ستايي او دا یې ګډ هدف دی.

په ګلبدین حکمتیار پورې یوې تړلې وېب‎پاڼې شهادت د ملا رسول د ډلې بیان خپور کړی او په ادامه کې یې لیکلي چې دا په حزب پورې تړلې ده چې څنګه او ولې سولې ته چمتو شوی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG