د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

WHO: ککړې هوا نړۍ کې څه باندې یو نیم میلیونه کسان مړه کړي


د هوا ککړوالي په یوه کال کې د نړۍ په سطحه څه د پاسه یو نیم میلیونه کسان مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبیلو، اېچ، او" د څېړنو له مخې چین د هوا د ککړتیا له اړخه د نړۍ تر ټولو مرګونی هېواد بلل شوی دی.

«ډبلیو، اېچ، او» یا د روغتیا نړیوال سازمان وايي یوازې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ککړې هوا په چین کې شاوخوا یو میلیون، په هند کې ۶ لکه او په روسیه کې يې یو سل او څلوېښت زره کسان وژلي دي.

چین کې ککړې هوا یوه کال کې شاوخوا یو میلیون کسان مړه کړي.
چین کې ککړې هوا یوه کال کې شاوخوا یو میلیون کسان مړه کړي.

تر دې مخکې نړیوال روغتیايي سازمان خبرداری ورکړی و چې د موټرو ،بټیو، کارخانو لوګي او د ککړې هوا نور منابع هر کال په نړۍ کې د درې میلیونه کسانو د مړینې سبب کېږي.

د دې سازمان له‌خوا د خپاره شوي لېست له مخې په بریتانیا کې د هوا ککړوالي د فرانسې په مقایسه زیات کسان مړه کړي دي.

بریتانیا د ۱۸۴ هېوادونو د لېست په ۲۵ نمبر کې دی چې ککړې هوا په‌کې په ۲۰۱۲ کال کې ۱۶ زره درې سوه او ۵۵ کسان مړه کړي دي.

د افغانستان چاپېریال او ککړه هوا هم زیات تلفات لري او په ۲۰۱۲ کال کې دغلته یوولس زره او یو سل او پنځه څلویښت کسان مړه شوي دي.

د افغانستان چاپېریال او ککړه هوا هم زیات تلفات لري.
د افغانستان چاپېریال او ککړه هوا هم زیات تلفات لري.

په فرانسه کې بیا د ککړې هوا له امله په همدغه کال کې د مړو شمېر لس زره او نه سوه او ۵۴ ته رسېږي.

په نړیوال روغتیايي سازمان کې د عامې روغتیا او چاپېریال څانګې مسؤلې ماریا نایریا د بریتانيې چاپ ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې اوس موږ د نړۍ په هېوادونو کې د ککړ چاپېریال له امله د مړه کېدونکو کسانو کره شمېره ترلاسه کولای شو.

د هغې په وینا د دې ناورین د نه‌مخنیوي لپاره نوره پلمه نه‌شته.

د نړیوال چاپېریال په اړه د څېړونکو ټیم مشر ګاوین شاډیک ګارډین ورځپاڼې ته ویلي ککړ چاپېریال د نړۍ روغتیا ته یو لوی ګواښ دی او که د دې د مخنیوي لپاره اقدام وشي، نو د زیات شمېر کسانو د مړینې مخه نیول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG