د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې حکومت د تېرې جولای میاشتې د ناکامې کودتا په تړاو د روانو ځپونکو اقدماتو په ترڅ کې د امنیت د دولتي ادارې ۸۷ غړي له کاره ګوښه کړي دي.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د خبر له مخې د استخباراتو د ملي ادارې دغه چارواکي له مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن سره د تړاو په شک له خپلو دندو لیرې شوي دي.

ګولېن چې په امریکا کې اوسي، حکومت په دغه کودتا کې په لاس لرلو تورن کړی دی. په خپله ګولېن دغه تورونه رد کړي دي.

انقرې دغه‌راز له ګولېن سره تړلې د «کیمسه یوق مه» په نوم د یوې مرستندویه ټولنې چې حکومت په تېر جولای میاشت کې تړلې وه، د ۱۲۱ کارکوونکو د توقیف امر صادر کړی دی.

د ترکیې حکومت تر اوسه په دغې ناکامې کودتا کې د لاس لرلو په تور شاوخوا ۴۰ زره کسان نیولي او په لسګونو زره دولتي کارکوونکي یې له دندو لیرې کړي دي.

د دغې کودتا راهیسې د استخباراتو د ملي ادارې د ۱۴۱ کارکوونکو دندې ځنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG