د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

ټرمپ او کلېنټن: خلک دې د انتخاباتو په ورځ رأیې سمې وکاروي


د امریکا متحده ایالتو د ولسمشرۍ انتخاباتو دواړو کاندیدانو لومړۍ مناظره ښه بللې او له خلکو یې غوښتي چې په نوومبر کې د انتخاباتو په ورځ رأیې سمې وکاروي.

د نیویارک په هوفسټرا پوهنتون کې د ولسمشرۍ انتخاباتو دوو کاندیدانو د تېرې شپې له مناظرې وروسته د راتلونکي په اړه خوشبیني ښودلې ده.

هېلري کلېنټن په وېسټبري کې خپلو پلویانو ته د بریا له منظره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې لا هم دوه مناظرې شته او هېڅ‌چا ته باید په کمه ونه‌کتل شي.

هېلري کلېنټن: لا هم دوه مناظرې شته او هېڅ‌چا ته باید په کمه ونه‌کتل شي.
هېلري کلېنټن: لا هم دوه مناظرې شته او هېڅ‌چا ته باید په کمه ونه‌کتل شي.

مېرمن کلېنټن زیاته کړه:

"ښه نو موږ دوه نورې مناظرې هم لرو. له انتخاباتو مخکې ډېر وخت لرو. موږ نه‎شو کولای هر چېرته هر څوک له پامه وغورځوو."

اغلې کلېنټن وویل، دی او خاوند یې بېل کلېنټن به په ګډه او د ټولو خلکو په مرسته سره متحد پاتې شي او د دې په خبره په اتحاد کې پر مخ تللای شي.

په مناظره کې تر ډېره په اقتصادي مسایلو پوښتنې کېدلې او بهرنی سیاست هم تر یوې اندازې وڅېړل شو.

کلېنټن د خپل سیال په اقتصادي پالېسیو له هغې ډلې د مالیې ورکولو په سیاست انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې دا به د منخنۍ طبقې خلک سخت زیانمن کړي.

ټرمپ بیا د امریکا متحده ایالتو د کمزوري کېدو علت د حکومتي چارواکو په کمزورو کړنو پورې تړلی وباله او همداراز یې کلينټن د بارک اوباما د ادارې په وخت کې یوه سمبولیکه سیاستواله وبلله چې د ده په خبره یوازې خبرې کوي او عمل نه‌لري.

د ناټو غړو هېوادونو او له هغوی سره د پاتې کېدو په اړه هم دواړو کاندیدانو مختلف نظرونه وړاندې کړل.

مېرمن کلېنټن د ناټو غړو هېوادونو او خپلو متحدانو څخه د امریکا د ملاتړ په دوام او د اوکراین له خاورې د کرېمیا د جلا کېدو په اړه په ختیځه څنډه کې د خپلو ملګرو په همکارۍ ټینګار وکړ.

خو ټرمپ بیا وویل چې د ناټو له ۲۸ غړو جلا، نورو متحدینو خپل رول سم نه‌دی ادا کړی او امریکا متحده ایالتونه باید له ځانه د ټولې نړۍ پولیس جوړ نه‌کړي.

ډونالډ ټرمپ تر مناظرې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د مناظرې په تخنیکي برخې انتقاد وکړ خو ویې‌ویل چې بیا هم ښه تېره شوه او خلک باید د رأیو د نتایجو په تمه وي.

ډونالډ ټرمپ د مناظرې په تخنیکي برخې انتقاد وکړ.
ډونالډ ټرمپ د مناظرې په تخنیکي برخې انتقاد وکړ.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"دوی ماته خراب مایکروفونونه راکړل. تاسو متوجه شوئ چې زما مایکروفون سم کار نه‌ورکاوه. په دې اندېښنه کې وم چې کېدای شي دا کار قصداً شوی وي. خو بیا هم ښه مناظره وه. نو تاسې د خپلو رأیو د نتیجې په تمه واوسئ."

د دوشنبې شپې په مناظره کې تر ډېره اقتصادي مسایل او تر یوې اندازې د امریکا داخلي سیاستونه وڅېړل شول خو وبه کتل شي چې په دوو نورو مناظرو کې د امریکا د نړیوالو اړیکو او هغو هېوادونو په اړه څه مسایل یادېږي چې امریکا ورسره دوامداره مرستې کوي.

تمه ده دا دواړه کاندیدان د اکټوبر په نهمه او نولسمه په واشنګټن او لاس وېګاس کې په دوو نورو مناظرو کې هم برخه واخلي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG