د لاسرسي لېنکونه

د سې شنبې په ورځ په خوست ښار کې د حکیم تڼیوال جاده د خوست د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.

یاده جاده چې "ازادي مېنه" کې د خوست د تفرېحي پارک شمال لوري ته موقعیت لري، پخوا یو خام سړک وو چې اوس‌مهال په‌کې دوه طرفه جاده جوړه شوې او د جادې دواړه سړکونه د اوږده ګلدان په واسطې سره بېل شوي دي.

د جادې د پرانیستې په ځای کې د خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډیو ته د جادې د لګښتونو او ځانګړتیاوو په اړه وویل:

"د څه باندې ۱۹ میلیونو افغانیو په ارزښت دغه پروژه تکمیله شوې ده، دغه سړک یو اعشاریه دوه کېلومتره طول لري، ۱۸ متره عرض لري او په اساسي ډول باندې د ګلدان او نورو ملحقاتو په شمول سره جوړ شوی نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو."

د خوست ښاروالۍ د مسؤلینو په وینا اوس‌مهال په خوست ښار کې د شاوخوا ۱۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ښاري سړکونو د اساسي جوړونې چارې روانې دي.

چارواکي زیاتوي، د ښار اتلس کېلومتره سړکونه اساسي رغونې ته اړتیا لري، خو دوی په روان لمریز کال کې د یوولس اعشاریه شپږ کېلو مټره سړکونو د بیارغونې لپاره پلان او بودجه لري چې یو په بل پسې به‌يې د بیارغونې کارونه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG