له نن څخه شل کاله وړاندې د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې په شپږمه وسلهوال طالبان کابل ته ننوتل او واکیې ترلاسه کړ.
وسلهوالو طالبانو په یوې سختې جګړه کې د برهانالدین رباني ځواکونه په شاه وتمبول او خپل سپین بیرغیې په کابل کې هسک کړ.
پخوانی جهادي مشر محمد امین وقاد وايي، مجاهدین ونهتوانېدل چې یو منظم او پياوړی مرکزي حکومت جوړ کړي، نو له همدې امله د ده په خبره په افغانستان کې جګړو زور واخیست او د طالبانو راتګ ته لاره هواره شوه.
هغه زیاته کړه:
"له بده مرغه په هر ولایت او هره ولسوالۍ کې د مجاهدینو جلا جلا قبضې وې او خلک له بېلابېل ناوړه وضعیت سره مخ و چې دې چارې ملت په تنګ کړی و او د طالبانو هرکلی یې وکړ، خو طالبانو د مدیریت او سیاست په برخه کې ستونزې درلودې او دغې ستونزې ملت ناراضه کړ."
طالبانو چې په کابل ښار ولکه ټینګه کړه سمدستي یې سخت اسلامي قوانین وضع کړل، حکومتي ادارو ته د ښځو په تګ بندیز ولګېد او د نجونو ښوونځي یې وتړل.
یوه ورځ وروسته وسلهوالو طالبانو له محکمې پرته پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیبالله او د هغه ورور شاهپور احمدزی د کابل په زړه د اریانا څلور لاري کې ووژل او بیا یې په دار وځړول.
کابل ښاریانو چې د مجاهدینو له خپل منځي اختلافاتو او پرلهپسې جګړو سخت ځپلي وو، د طالبانو د راتګ تود هر کلی وکړ، خو دوی د طالبانو له لوري د ډاکټر نجیبالله او د هغه د ورور شاهپور احمدزی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې پناه اخیستې وه وژنې او بیا په دار ځړولو حیران کړل.
د ډاکټر نجیبالله او د هغه د ورور په دار ځړونې په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راوپارول او د طالبانو په اړهیې د نړیوالو ذهنیت بدل کړ.
د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ اکثرو هېوادونو او یو شمېر پخوانیو مجاهدینو له محکمې پرته د نجیبالله وژنه وغندله.
د ډاکټر نجیبالله سیاسي مرستیال سلیمان لایق د نجیبالله وژنه او بیا په دار د هغه ځړول یو پلان شوې نړیواله دسیسه بولي.
هغه زیاته کړه:
"اساساً نجیب ساده طالبانو نهدی وژلی، د هغه پر ضد د پاکستان استخباراتي پروګرامونه موجود و، هغه د یوه پلان پر اساس چې پاکستان د هغه د ترور د عمل ذمهواري په غاړه اخیستې وه د دوی په لاس وژل شوی، دا چې فیصله پرې چا کړې دا مسئله لا د څېړنې وړ ده."
ښاغلی لایق ملګري ملتونه هم د نجیبالله په ساتنه کې په پاتې راتلو تورنوي او د هغه د وژنې د پراخې نړیوالې څېړنې غوښتنه کوي.
خو د وسلهوالو طالبانو پخوانی چارواکی د نجیبالله وژنه یوه تصادفي پېښه او غیر منظم پلان ګڼي.
سید اکبر اغا چې اوس د خلاصون لارې شورا مشر دی ازادي راډیو ته وویل نجیبالله او د هغه ورور د عادي او ټیټ پوړو طالبانو په لاس وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د نجیب مرګ یو پلان شوی مرګ نهو، د طالبانو مشرتابه دوی ته نهو ویلي چې نجیب راوځړوئ، بلکې کشرانو دا کار کړی و، حتی په هغه وخت کې چې نجیبیې په دار ځړاوه، ځینو مشران ورته راغلي او سپارښتنهیې کړې چې دا کار ولې کوئ، خو دا چې کشران جذباتي خلک و، د دوی خبرهیې نهوه منلې."
ښاغلی سید اکبر اغا وايي، د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د پیدا کېدو له وېری، د نجیبالله د وژنې د پېښې د عاملینو په محکمه پسې ونهګرځېدل.
وسلهوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوی په لاس د کابل نیول یوه تاریخي او نههېرېدونکې ورځ بللې ده.
خو د ډاکټر نجیبالله د وژنې په اړهیې په اعلامیه کې څه نهدي ویلي.
د مجاهدینو پخوانی مشر محمد امین وقاد وايي، طالبانو باید له محکمې پرته ډاکټر نجیبالله نهوی وژلی.
وسلهوالو طالبانو پنځه کاله له بدخشان، تخار او پنجشیر ولایتونو پرته په ټول افغانستان باندې د سختو اسلامي قوانینو په چوکاټ کې کنټرول درلود.
په پنټاګون او په سوداګریز نړیوال مرکز له ترورېستي حملو وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو امارت لهمنځه یوړ.
راپور: رحمتالله افغان