د لاسرسي لېنکونه

د جرمني په دریزدین ښار کې په یوه جومات او اسلامي مرکز کې دوه چاودنې شوي خو چاته په‎کې زیان نه‎دی رسېدلی.

سیمه‌ییزو پولیسو نن وویل چې دغه چاودنه پرون د ورځې ناوخته وشوې.

پلټونکو د پېښې په ځاې کې په لاس جوړ شوي بم ټوټې موندلې دي.

چارواکو وویل چې د ښار د جوماتونو امنیت ټينګ شوی دی.

د دریزیدن د پولیسو د یوه چارواکي له قوله ویل شوي چې که څه هم تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت چا په غاړه نه‎دی اخیستی خو دوی یې بیا هم انګېزه له پردیو سره تړلی شي.

دریزیدن چې د ساکسن ایالت مرکز دی په‎کې د کډوالو ضد ټولنه ډېره پیاوړې ده.

XS
SM
MD
LG