د لاسرسي لېنکونه

د بدخشان چارواکي وایي، په یاد ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د پوځي شورا د یوه مسؤل ملا حافظ په ګډون اووه تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ زون د عمومي قوماندانۍ د رسنیو د دفتر مسؤل محفوظ‌الله اکبري وویل چې یاد تلفات وسله‌والو ته تېره شپه د جرم ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو باندې د حملې پر مهال اوښتي.

نوموړي وویل چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG