د لاسرسي لېنکونه

امنیتي چارواکي وایي، په کندز کې د ملي اردو ۱۲ تنه سرتېري د خپلو دوو ملګرو له‌خوا په ډزو وژل شوي دي.

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیر عزیز کامه‌وال ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه کندز ښار پورې اړوند د زاخېل خُمدان سیمه کې شوې ده.

نوموړي همدارنګه وویل چې د دوی د معلوماتو پر اساس دغو دوو کسانو له طالبانو سره اړیکې درلودې.

وسله‌والو طالبانو د دغې پېښې مسؤلیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG