د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان "Human Rights Watch "د پاکستان پولیس له قضايي حکمونو پرته د قتلونو په ترسره کولو او په خپل سر د خلکو په توقیفولو تورن کړل.

دې سازمان همداراز د پاکستان پر دولت غږ کړی چې د خپلو امنیتي ځواکونو په تشکیل کې اصلاحات راولي.

دې سازمان پرون دوشنبه په ‎دې اړه یو نوی رپوټ خپور کړ چې له ۳۰ پولیسو او ۵۰ قربانیانو یا پر بشري حقونو د تېري د عیني شاهدانو سره د مرکو پر بنا برابر شوی دی.

په رپوټ کې د بېلګې په ډول ویل شوي چې یو شمېر پاکستاني پولیس د تورنو کسانو د شکنجې لپاره په جنسي تشدد لاس پورې کوي، تورنو کسانو ته د خوب اجازه نه‌ورکوي او د رواني شکنجې لپاره‌يې د نورو کسانو د شکنجې لیدو ته مجبوروي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان د اسیا د چارو مشر براد ادمز ویلي چې پاکستان له لوی امنیتي ګواښ سره مخامخ دی او داسې پولیس ځواک‌يې په وړاندې د درېدو توان لري چې د قانون درناوی وکړي او خلکو ته حسابده وي.

XS
SM
MD
LG