د لاسرسي لېنکونه

اذربایجان کې پرون دوشنبه د اساسي قانون د ځینو مادو د تعدیل په اړه جنجال پارونکې نظرپوښتنه وشوه.

دا تعدیلات به پر قدرت د اذربایجان د ولسمشر الهام علییف او د هغه د کورنۍ واکمني لا زیاته کړي.

د اذربایجان د ټاکنو مرکزي کمېسیون وویل چې لږ تر لږه ۶۳ فیصده خلکو چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر وو، په نظر پوښتنه کې ګډون کړی وو.

چارواکي وايي چې د نظر پوښتنې پایلې به د اکټوبر د میاشتې په ۲۱مه اعلان شي.

په نظرپوښتنه کې خلکو د اذربایجان په اساسي قانون کې د ۲۹ موادو د تعدیل په اړه رأیې ورکړې دي.

خلکو حق نه‌درلود چې د تعدیلاتو بستې ته د [هو] یا [نه] رأیه ورکړي بلکه پر هره ماده‌یې ځان ته ځان ته رأیه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG