د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د امنیت له ټينګښت او اقتصادي ودې سره د قزاقستان د مرستې ستاینه وکړه.

قزاقستان د منځنۍ اسیا لومړی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب لپاره وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په یوې خبرپاڼه کې څرګنده کړه چې متحدو ایالاتو او قزاقستان د ډله‌ییزې وژنې د وسلو د خپرېدو د مخنیوي او له ترورېزم سره د مبارزې د لا پراختیا لپاره د همکاریو د زیاتولو ژمنه کړې ده.

د افغانستان حکومت د پاکستان پر غلې د اتکا د کمولو لپاره تېر کال له قزاقستان سره د لږ تر لږه شپږ لکه ټنه غنمو قرارداد وکړ.

د رپوټونو پر اساس، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ کلنی تجارت پر درې میلیونه ډالرو اوړي خو د افغانستان حکومت تمه لري چې دا اندازه به زیاته شي.

د قزاقستان حکومت تېر کال ژمنه وکړه چې د افغانستان سوداګرو ته به هغه هېواد ته د ورتګ لپاره د ویزې کار هم اسانه کړي.

XS
SM
MD
LG