د لاسرسي لېنکونه

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي او ډموکراټ ګوند کاندیدانو هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ په لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړ.

په دې مناظره کې د امریکا له کورنیو مسایلو نیولې د ملي امنیت او نړیوالو اړیکو په اړه پر بېلابېلو مسایلو بحث وشو.

دواړو کاندیدانو د ماليې په برخه کې پر خپلو پروګرامونو رڼا واچوله.

د ملي امنیت په مسایلو کې مېرمن کلېنټن د امریکا سایبر یا انټرنېټي امنیت ته د روسیې له‎خوا د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې وکړې او ښاغلي ټرمپ پر ډموکراټ ګوند تور ولګاوه چې له عراقه د امریکايي سرتېرو په اېستلو سره‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړه.

XS
SM
MD
LG